د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت هوکړه کړې وه چې په ۷۲ ساعتونو کې به یو لیکلی تړون لاسلیک او د هغه د عملي کولو طرحه به وړاندې کړي.
نقوي دا څرګندونې په خپله ایکس پاڼه کړې دي.
د هغه په وینا، په ژمنو کې د امنیتي وضعیت له مخې د ۲۰۲۶ کال د پولیسو قانون بیا ارزول، د امنیتي چارو له سیاسي لاسوهنې څخه ساتنه، په صوبه کې د وسلهوالو د ازاد فعالیت او خوندي پټنځایونو مخنیوی او د ټي ټي پي، افغان طالبانو او نورو ټولو ترهګرو ډلو څرګنده غندنه شامله وه.
هغه ویلي، په دې کې د افغان کډوالو په اړه د ملي تګلارې ملاتړ، د کډوالو ستنول او په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو له منځه وړل هم شامل وو.
د نقوي په خبره، له افغان سرپرست حکومت سره د اړیکو نه ساتل، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او پولیسو لپاره د پام وړ بودجې برابرول، د ترهګرۍ ضد اقداماتو بشپړ صوبايي مسؤلیت او له وسلهوالو ځواکونو سره د همکارۍ پیاوړتیا هم د دغو ژمنو برخه وه.
نوموړي زیاته کړې، په پخوانیو قبایلي سیمو او ورګډو شویو ضلعو کې د ترهګرۍ ضد اقداماتو په اړه پرېکړې او د ملي اقدام پلان عملي کول هم په هوکړه کې شامل وو.
محسن نقوي ادعا کړې چې تېره شپه د خبرو اترو په وروستي پړاو کې د خیبر پښتونخوا حکومت له دغو ژمنو شاته شو. هغه ویلي، د صوبې د جګړې پر مهال باید امنیتي موضوعات سیاسي نه شي.


