دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د افغانستان زلزله ځپلو ته ۱۰۵ ټنه بشري مرستې ولېږلې

پاکستان د افغانستان زلزله ځپلو ته ۱۰۵ ټنه بشري مرستې ولېږلې

ویب ډیسک

پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار پرون (چارشنبه د وږي دولسمه) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې په دې مرستو کې اړین خوراکي توکي؛ درمل، خېمې، کمبلې او فرش شته دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې په خبرو کې افغانانو ته خواخوږي څرګنده کړې او وایي، چې پاکستان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د دوی د کړاوونو د کمولو لپاره به له هر ډول مرستې ډډه ونکړي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا لارۍ پرون د خیبر پښتونخوا ایالت د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور پر سپارښتنه افغانستان ته واستول شوې.
څلور ورځې مخکې د افغانستان ختیځ ولایتونه د رښتر پر کچه ۶.۲ درجې زلزلې ولړزول، چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه واړول.

د زلزله ځپلو سیمو اوسیدونکي د سرپناه، خوړو او روغتیایي خدماتو نشتوالي ته ورته ستونزو سره مخ دي.

ویل کیږي، چې پاکستان خپلې دا مرستې افغان چارواکو ته په تورخم بندر کې سپارلې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه