پښتو جرنل
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر، محمود خان اڅکزي، د سردار عطاالله خان مینګل د څلورم تلین په مناسبت د بلوچستان نېشنل پارټۍ تر سیوري لاندې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان جګړه او ترهګري د پاکستان د تېرو پالیسیو پایله ده. ده زیاته کړه: «په افغانستان کې ترهګري موږ راوړې ده، موږ ورته روزنه ورکړې او پرېښودو.»
اڅکزي وړاندیز وکړ چې د افغانستان اوسني واکمنان او ټول ګاونډیان دې په ګډه ناسته کې سره کښېني او داسې تړون جوړ کړي چې ټول هېوادونه د یو بل خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی وکړي. د ده په وینا، د دې تړون ضمانت دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هېوادونه وکړي.
د پارلمان او سیاست په اړه
اڅکزي ټینګار وکړ چې منتخب پارلمان باید د ځواک سرچینه وي او د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ باید پارلمان جوړې کړي. ده وویل: «ادارې د هېواد سترګې او غوږونه دي، ژوندی دې وي، خو سیاست د هغوی کار نه دی.»
د وسایلو وېش او اقتصادي حقونه
هغه وویل پاکستان د منرلو له پلوه شتمن هېواد دی، خو د سیمو خلکو ته باید په کې عادلانه برخه ورکړل شي. د ده په وینا، لږ تر لږه ۳۰ تر ۳۵ سلنه وسایل باید د سیمو د خلکو حق وګرځي. «موږ خیرات نه غواړو، یوازې د خپلو نعمتونو پر سر حق غواړو.»
د پوځ په سیاست کې د مداخلې ضد
اڅکزي وویل چې تر ټولو لویه ستونزه د پوځ او استخباراتو د سیاست او انتخاباتو په چارو کې لاس وهنه ده. هغه وویل: «موږ باید ټول یو نظر ومنو، او هغه دا چې پوځ او استخبارات به په سیاست او ټاکنو کې هېڅ رول نه لري.»
د قومونو مساوات
اڅکزي وویل چې پښتون، بلوچ، سندهي او سرایکي قومونه باید په مساوي توګه د هېواد په واک، پوځ، بیوروکراسي او بهرني سیاست کې برخه ولري. ده ټینګار وکړ چې د سنا مجلس باید د قومونو د مساواتو مجلس وي او هماغه ځواک ولري لکه د ملي اسمبلۍ.
د سوداګرۍ او ګاونډیتوب ستونزه
هغه وویل د افغانستان، ایران او ګاونډیو سره قانوني سوداګري باید د پاکستان د نورو بندرونو په څېر روا وي. «دا نه شي کېدای چې زموږ خلکو ته د ګاونډیو له لارې سوداګري بنده شي، په داسې حال کې چې نورو هېوادونو ته د سمندر له لارې اجازه ورکول کېږي.»
د سیاسي اتحاد غوښتنه
اڅکزي ټولو سیاسي ګوندونو ته بلنه ورکړه چې د هېواد د بحران د حل لپاره سره کښېني. هغه د نوازشریف، پيپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند او حتی د عمران خان د ګډون غوښتنه وکړه، څو د څو اساسي ټکو پر سر اجماع وشي.


