دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کونړ زلزله؛ مړي ترکنډوالو لاندې پاتې دي او لنډمهالې سرپناه لا...

د کونړ زلزله؛ مړي ترکنډوالو لاندې پاتې دي او لنډمهالې سرپناه لا هم نشته

ویب ډیسک

په کونړ ولایت کې د یکشنبې شپې د مرګونې زلزلې یو شمېر قربانیان لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي او په ځینو زلزله‌ځپلو سیمو کې د لارو د ویجاړېدو او تړل کېدو له امله د ژغورنې عملیات لا نه دي پیل شوي. ځایي سرچینې وایي، د خېمو او سرپناه نشتوالی هغه لویې ستونزې دي چې تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.

عیني شاهدان وایي، په ځینو لېرې پرتو درو کې چې د موټرو تګ‌راتګ ورته شونی نه دی او د ډبرو د راپرېوتو له امله سړکونه تړل شوي، قربانیان لا هم تر کنډوالو لاندې بند دي او د دې پېښې ژوندي پاتې شوي کسان او ټپیان له خدمتونو بې‌برخې دي. دغه راز، دا شاهدان وايي چې له دوو ورځو وروسته هم، د زلزلې ټکانونه دوام لري. یو عیني شاهد وايي، له زلزلې مخکې د چاودنې په څېر غږ اورېدل کېږي او بیا ځمکه لړزیږي.

طالبانو اعلان کړی چې په کونړ کې د دې مرګونې زلزلې له امله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۳۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي. له دې سره هممهاله، د نړۍ او سیمې یو شمېر هېوادونو او په ځانګړي توګه نړیوالو سازمانونو د خواخوږۍ په څرګندولو سره ژمنه کړې چې زلزله‌ځپلو ته به مرستې واستوي. دغه راز، یو شمېر افغانانو د زلزله‌ځپلو سیمو د اوسېدونکو لپاره د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړي دي.

 

د کونړ له مرګونې زلزلې د درېیو ورځو له تېرېدو وروسته هم، په زلزله‌ځپلو سیمو کې یو شمېر قربانیان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي. سرچینې وايي، د لارو سختوالی او د زلزلې له امله د ډبرو راپرېوتل د سړکونو د ویجاړېدو لامل شوي، چې د ژغورنې ټیمونو او مرستندویو بنسټونو ورتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی. د دغو سیمو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې ورته پاملرنه وشي، د ژغورنې ټیمونه دې ورواستول شي او ګرځنده روغتیایي ډلې دې د پېښې ځای ته ورشي.

 

امید (مستعار نوم)، چې له زلزله‌ځپلو سیمو یې لیدنه کړې، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په ۴ تر ۵ ساعتونو کې ۷ یا ۸ ځله زلزله وشوه. لومړی داسې غږ اورېدل کېده لکه چاودنه چې وي، بیا به ځمکه لړزېده.»

امید له زلزله‌ځپلو سیمو د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «لا هم په ځینو لیرې پرتو درو کې د موټرو تګ‌راتګ ممکن نه دی.

مړي تر کنډوالو لاندې پاتې دي او مرستې نه دي ورسېدلي. خلک تر هڅه وړاندې لنډمهالې سرپناه ته اړتیا لري، ځکه ټول په خلاصه فضا کې ژوند کوي. تر اوسه یوازې لږه اندازه ګرمه ډوډۍ ورسېدلې، چې هره ورځ د مرستندویو ټیمونو او خیریه بنسټونو له خوا وېشل کېږي. دغه راز، دوه ګرځنده کلینیکونه هم شته چې درمل ورکوي.»

 

دا لیدونکی زیاتوي: «خلک سخته اړتیا لري چې مړي ژر تر ژره له کنډوالو راواېستل شي. پرون شپه سخته باران وشو او حالات یې نور هم سخت کړل. پرون چې پر لاره وم، بیا هم زلزله وشوه او د تازه تلفاتو احتمال شته، خو تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.»

 

د کونړ یو زلزله‌ځپلی حمدالله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «لکه څنګه چې خبر یاست، په کونړ کې زلزلې یوه لویه غمیزه رامنځته کړې ده او خلک دلته له خورا ناوړه وضعیت سره مخ دي. شهیدان او ټپیان ډېر دي او ډېری خلک په لېرې پرتو سیمو کې لا هم بند پاتې دي. د کونړ غرنۍ جغرافیې د مرستندویه ټیمونو ورتګ ډېر سخت کړی دی. طالبانو ځینې هڅې کړي، خو دا هڅې کافي نه دي. نړیواله ټولنه، بهر کې مېشت افغانان او د هېواد دننه خلک باید د زلزله‌ځپلو تر څنګ ودرېږي؛ دا یوه خورا لویه غمیزه ده.»

د کونړ دغه اوسېدونکی زیاتوي: «موږ له خلکو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوو چې د خوړو او طبي تجهیزاتو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي. دلته د خوراکي توکو له کمښت سره مخ یو، ځکه د نورو ولسوالیو خلک هم د مرستې لپاره راغلي او ۲۴ ساعته بې‌وقفې کار کوي؛ دوی هم خوړو ته اړتیا لري. دا کسان شپه په غرونو کې په سختۍ او لوږې سره سبا کوي. لا هم ډېرو لېرې پرتو سیمو ته پاملرنه نه ده شوې او باید بنسټونه د مرستې لپاره اقدام وکړي. په دې برخو کې بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا ده.»

 

د کونړ یو بل زلزله‌ځپلی محمدګل وايي: «د شپې ۱۲ بجې په کور کې وو چې دا پېښه وشوه. زما د کورنۍ دوه غړي مړه شول او زما اووه نور نږدې خپلوان هم مړه شوي دی. له ۲۰ تر ۳۰ پورې ټپیان یوازې زموږ د خپل کلي دي. لا هم د زلزلې ټکانونه روان دي؛ دا ټکانونه سپک نه دي، بلکې ډېر شدید او اندېښمنوونکې دي.»

 

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د ودیر کلی اوسېدونکی سیدعالم وايي: «د شپې ۱۲ بجې زلزله وشوه او تاسو زموږ د کلیو حالات وینئ. زما پلار، د ورېرونو او زما د کورنۍ دوه نور غړي مړه شول. په هر کور کې له ۵ تر ۱۰ کسان وژل شوي او حتا په ځینو کورونو کې هېڅوک ژوندی نه دی پاتې شوی. دا د خدای امر وو. اوس هم هره شېبه کوچنۍ زلزلې کېږي، دا هم د خدای حکم دی چې پر موږ نازل شوی دی.»

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون اعلان وکړ چې په کونړ کې د مرګونې زلزلې له امله ۱۴۱۱ کسان مړه شوي او ۳۱۲۴ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، ۵۴۱۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي. مجاهد ادعا کوي چې د ژغورنې عملیات په ټولو زلزله‌ځپلو سیمو کې روان دي. هغه وايي، په هغو سیمو کې چې چورلکې نه شوای کښېناستلی، د دې ډلې جنګیالي د هوا له لارې ځای پر ځای شوي څو ټپیان له کنډوالو راوباسي او خوندي ځایونو ته یې ولېږدوي.

 

له دې سره هممهاله، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو ځایي چارواکو ادعا کړې چې د زلزله‌ځپلو لپاره لنډمهالي کمپونه جوړ شوي او د بېړنیو خدمتونو او مرستې رسونې بهیر روان دی. د دوی په وینا، د پېښې په ځای کې دوه مرکزونه جوړ شوي چې په مستقیمه توګه د ټپیانو د لېږدولو، د مړو خښولو او د ژغورنې عملیاتو د مدیریت پرغاړه لري.

 

په داسې حال کې چې د قربانیانو ژوندي پاتې شوي کسان او مرستندوی بنسټونه د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو په بهیر کې د جدي ستونزو په تړاو اندېښنه څرګندوي، لا هم په دې سیمو کې کوچنۍ زلزلې روانې دي. د امریکا د زلزلې ‌پېژندنې مرکز پرون راپور ورکړ چې د ريښتر په کچه د ۵.۲ درجې په شدت سره یوه زلزله د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌آباد د شمال په ۳۴ کیلومترۍ کې شوې، چې د کونړ یو شمېر زلزله ځپلې سیمې یې هم لړزولې دي.

د کونړ له مرګونې زلزلې وروسته، د نړۍ او سیمې یو شمېر هېوادونو د خواخوږۍ په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د بشري مرستو استولو ته چمتو دي. متحده عربي امارات، ایران، پاکستان، چین، بریتانیا، کاناډا، سویس، ناروې، تاجکستان، قطر، هند او یو شمېر نړیوالو سازمانونو خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې زلزله‌ځپلو سیمو ته به مرستې واستوي.

 

پر دې سربېره، د هېواد یو شمېر مدني بنسټونو او هېوادوالو په ځینو ولایتونو او بهر کې د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړي دي. د رسنیو، مدني او ټولنیزو فعالانو یو شمېر کسان د پېښې ځای ته تللي او زلزله‌ځپلو ته یې ګرمه ډوډۍ وېشلې ده. دغه راز، یو شمېر سوداګرو د زلزله‌ځپلو سیمو اوسېدونکو ته د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه