ویب ډیسک
لوېر کرم د احمد خان کلي په سیمه کې پر یوه مسافر وړونکې موټر نامعلومه وسله والو ډزې وکړې، چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، بریدګر له پیښې وروسته تښتېدلي، په داسې حال کې چې مړي د ډي اېچ کیو روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو د پېښې د پلټنې لړۍ پیل کړې ده.
پر دې پېښه غبرګون ښودلو سره د مجلس وحدت مسلمین پارلماني مشر او د قامي اسمبلۍ غړي انجینر حمید حسین وویل چې دا پېښه د سیمې د امن د خرابولو هڅه ده.
نوموړي زیاته کړه چې په ارامه سیمه احمد خان کلي کې د ترهګرۍ پېښه په اصل کې د ناامنۍ خپرولو یوه سازش دی.


