دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان حکومت د سنجدۍ کان پېښه کې د غفلت له وجې د...

بلوچستان حکومت د سنجدۍ کان پېښه کې د غفلت له وجې د کان مالک په شمول درې کسانو باندي قضیه کولو حکم کړی.

پښتو جرنل

د بلوچستان ایالت ویاند شاهد رند وایي: بلوچستان حکومت د سنجدۍ کان پېښه کې د غفلت له کبله د کان مالک په شمول درې کسانو باندي قضیه کولو حکم کړی.

د بلوچستان ایالت ویاند په وینا؛ د کان کيندنې او منرال ادارې لخوا نږدې پوليسو حوزې ته رسمي حکم لېږل شوي ده.

کان کيندنې ادارې لخوا په راپور کې ویل شوي، زهرجن ګېس اخراج له وجې ۱۱ کسان وژل شوي.

بلخوا د کانونو ایالتي وزیر وايي: د کان کيندنې مالکانو ته احتمالي تدابير د نیولو غوښتنه کړی وه.

د کانونو مالکانو ته سپارښتنه کړی وه چې د ګېس کتنی په برخه کې دې تخنيکي ميټر ولګول شي، خو د کانونو مالکانو په ورته وخت له دغو امرنو سرغړونه وکړه.

بل لور ته د کانونو ایالتي وزیر میر شعيب شیرواني

دیاد ایالت ښاروالۍ څخه غوښتل شوي د ټولو کانونو کتنه د وکړي او د حفاظتي بندوبست په اړوند دی راپور وړاندي کړل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه