دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچمن ښار کې حالات ترینګلي دي،ګڼ شمېر د پرلت مشران نیول شوي

چمن ښار کې حالات ترینګلي دي،ګڼ شمېر د پرلت مشران نیول شوي

پښتو جرنل

د پرلت ویاند صادق خان اڅکزي و ویل، برید کې یې څلور ملګري په مرمیو لګېدلي او یو شمېر نور نیول شوي دي.

برید تېره شپه ناوخته د کوږک په سیمه کې د پرلت کوونکو پر هغه ډله شوی، چې د چمن-کوېټي ترمنځ یې لار بنده کړې وه.

اڅکزي و ویل، اوس هم پر پرلت کوونکو د پاکستاني امنیتي ځواکونو  لخوا ډزې دوام لري.

چمن امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړل. د کوټه چمن لویه لاره کې د احتجاج کمیټې کیمپ ته اور واچول شو او  د چمن پرلت ګڼ شمېر مشران ونیول شول.
د احتجاج کمیټې لخوا د مي د ۴ نېټې ناخوښونکي پېښې په ضد، چې پکې ۲ ملکي وګړي وژل شوي وو او ۸ نور ټپیان شوي وو، د تېرې یوې میاشتې راهیسې کوټه چمن لویه لاره د هر ډول ترافیک لپاره تړل شوې وه.

په چمن ښار کې د تېر نګران حکومت لخوا د اپیکس کمیټې په سپارښتنه د کوټه چمن پوله کې له پېړیو راهیسې د ځايي قبیلو آزادانه تګ راتګ محدود کړای شوی دی، او پاسپورټ ویزه سیسټم نافذ شوی دی.

پر دې ځايي قبیلې او سوداګرو د خپلو غوښتنو لپاره له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې احتجاج پیل کړی دی

. حکومت له خپلې خوا په دې اړه هیڅ ډول نرمښت نه دی ښکاره کړی او نه یې هم په مذاکراتو کې سنجیدګي ښودلې ده.
د احتجاج کمیټې یواځې دوه نکاتي اجنډا لري، چې پکې د پاک افغان پوله کې د ځايي قبیلو د پخوا په شان آزادانه تګ راتګ او په پوله کې د کاروبار فرصتونه برابرول شامل دي.

په دې وخت کې په چمن ښار کې حالات ترینګلي دي. مظاهره چیانو په چمن ښار کې دکانونه تړلي دي او د کوټه چمن لویه لاره بیا بندولو هڅه کوي.

امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خپرولو لپاره د لاسې چارج، اوښکې بهونکي ګاز شیل او هوایي ډزې وکړې.
په دې وخت کې د کوټه چمن لویه لاره کې ګڼ شمېر پولیس، لیویز او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي، خو د مال وړونکو موټرو تګ راتګ لا هم معطل دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه