دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلومړی افغان تجارتي کاروان د لنډمهاله اسنادو سره پاکستان ته داخل شو

لومړی افغان تجارتي کاروان د لنډمهاله اسنادو سره پاکستان ته داخل شو

پښتو جرنل

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تایید کړې چې د افغانستان لومړی تجارتي کاروان د لنډمهاله اسنادو سره پاکستان ته داخل شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر ویلي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د نوي تړون له مخې افغان لارۍ موټرې د لنډمهاله اسنادو سره پاکستان ته داخل شوي او افغان موټر چلوونکو ته د سفر لپاره پاسپورټ او ویزې اړین نه دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له افغان موټر چلوونکو سره د لنډمهاله داخلېدو اسناد صادر کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده ویلي چې موږ له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صادراتو د زیاتولو لپاره تړون کړی دی او د روان کال تر پایه به د دواړو لورو موټر چلوونکي پرته له پاسپورټ او ویزې د تجارتي انتقال وړتیا ولري. دغه ډول اسناد له افغانستان څخه هم پاکستاني موټر چلوونکو ته صادریږي.
د دې اسنادو پر بنسټ د دواړو هېوادونو لارۍ موټرې پرته له ویزې اوس کولی شي چې د پاکستان او افغانستان هر ښار ته سفر وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه