لیکوال : ارمان لوڼی
د دراوۍ توری د لرغوني پښتو (ټيپيکل )توری دی، مانا اوچ مجلس(سوچ مجلس) (اوچ مجلس مانا د ميني محبت هغه مجلس چي له هره غرضه پاک وي او داسي مجلس چي د ميني تقدس پامال نه سي) د دوو کسانو يا ډلو تر منځ و مجلس ته ويل کيږي. لکه په دا غاړه کي چي اشاره ورته سوې ده.
خولګۍ نه راکوي زاړي
وچ مجلس لېونو غواړي
خو په قاموسونو کي او په نورو اصطلاحو کي و هغه ټاکلي ځای ته ويل کيږي چي د دوو مينو يا دوو ډلو ترمنځ چي مجلس باندي کيږي دراوۍ وايي
پښتو، پښتو تشريحي قاموس کي داسي راغلي دي.
“دراوۍ: نرـ م: نښه، نښاني، ځای، يوه نښه نښاني يا ځای سره ټاکل چي هلته به دوو يا څو ملګري د تيتېدو څخه ورسته بيا سره راټوليږي”
خو په دې قاموس کي يې دراوۍ په دراوی ليکلې ده. يعني د ښځينه؛ۍ؛ پر ځای يې مذکر؛ی؛ کارولې ده.
زاهد پښتو . پښتو سیند ليکي:
“دراوی.نر، م: نښه، نښانه ځای”
په دې قاموس کي يې هم دراوۍ په دراوی ليکلې ده چي ذکر سوې؛ ی؛ کي کارولې ده
په کاکړۍ غاړي کتاب کي ژړک صادق ليکي:
“دراوۍ د پښتو ژبي توری دی، چي په کاکړي ګړدود کښي په دوو ماناوو کاريږي. (۱)کله چي د دوو کورنيو ترميان د واده نیټه و ټاکل سي نو ويل کيږي چي دراوۍ مو وکړه يعني د واده د نیټي ټاکلو ته دراوۍ وايي.
د دوو مينو ترميان يو ټاکلی ځای چي دوه مين پر هغه ځای راغونډيږي خپله دراوۍ سره کوي”
بل ځای بيا ؛په کاکړۍ غاړو کښي د پښتو سوچه توري؛ کي ژړک صادق په خپله مقاله کي ليکي چي :
“دراوۍ خالي د دوو انسانانو يا د دوو مينو د ټاکلي ځای لپاره کارول کيږي”
اومان نيازی په خپل کتاب؛ دراوۍ؛ کي ليکي :
” دراوۍ هغه ځای ته وايي، چي دوه مينان له نورو پناه پکي دريږي او د زړه خواله سره کوي”
سلام اکا ويايي:
” د دراوۍ مانا ده ليدل، ديدن کول ، د دوو مينو و ديدن ته ، وصال ته دراوۍ وايي”
د دراوۍ اصطلاحي مانا ده هغه ټاکلی ځای چي د مينو يا د دوو فريقو ناسته باندي کيږي و هغه ځای ته دراوۍ ويل کيږي. د بيلګي په توګه
” سبا د فلاني پر کور د کوزدې دراوۍ ده . يا دا چي زه ځم ماښام مي له انجلۍ سره دراوۍ ده”
يعني هغه ځای چي اول ټاکل سوی وي، ورسته دوی هغه ځای ته ځان رسوي، چي کم يو له مخه سي هغه بل ورسته هغه ځای ته ځان رسوي کوم چي ټاکل سوی وي و هغه ځای ته دراوۍ وايي .
د د راوۍ لرغونتوب:
دراوۍ په آرينو کي هم وه، او په بني اسرايلو کي هم دود وه، که پخوانۍ کيسې را واخلو نو داسي څرک په کي ښکاري چي دراوۍ ته ورته دي.
“په بني اسرايلو کي دا دود وو ، چي کله به خلګ په داړ (جنګ) وتل نو به يې زنانو د شا له خوا شعرونه پسې ويل او هري پېغلي به و خپل محبوب ته ژمنه ور کړه، چي تر هغو زما ناسته ديد پر تا د مور پۍ چي جنګ دي نه وي ګټلی، دځوان به هم دا هڅه وه چي جنګ وګټي او دا وياړ خپل کړي چي بريالی سي او د خپلي ميني ژمنه پوره کړي”
دغه رنګه يوه ډېره مشهوره کيسه ده چي د هر پنځوشت کلن سړي په ياد ده، او دا رنګه بېخي ډېري کيسې سته چي د اولس په خلو کي سينه پر سينه راغلي دي، او تر اوسه پاتي دي، زدا يوه کيسه چي ما له عارف خيرمحمد، له تور اکا، له کمال اکا، څخه اورېدله ده .
” وايي چي يو وخت مريانو د پښتنو ناتار وهلی وو، نو دکلي ځوانانو په ناتار پسې داړ ایستلی نو ټول کلی په دې تياري لګيا وو، يوې پېغلي خپل پیزوان په لاس کي وو، او چپه خوله ولاړه وه، يو چا پوښتنه ځني و کړه ، چي ته ولي څه نه وايې؟ دې ورته و ويل چي که زما دا پیزوان چا له ځانه سره واخستی نو له هغې خوا که مړ راسي يا يې ناتار بيرته راغبرګ کړی وي نو زه به پلاني ځای (دراوۍ) ته مخ له ورځم، نو بيا يوځوان وو، بابل نومیده چه پر آس سپور وو، له دې پېغلي يې پیزوان په نیزه پورته کړی او ولاړی ، څه موده ورسته وراغلی، حال ورغلی چي بابل بيرته راغی نو دا پېغلي شربت جوړ کړ، چي دراوۍ له ورغله نو يې پوښتنه ځني و کړه چي ناتار؟ ده ويل چي هغه مو راغبرګ کړی، دې ورته و ويل هغه نور خلګ چيري دي؟ ده ويل هغه دورې دي، پېغله بيرته ځني ولاړه ويل يې چي تر څو دي مري نه وي وژلي ، يا په خپله نه وې مړ تر هغو زما دراوۍ پر تا حرامه ده، بابل بيرته ولاړی، هلته په جنګ کي ټپي سوی وو، په هغه ټپي حالت کي يې کلي له راوړی. بابل ورته ويل چي اول ما دراوۍ ته يوسی ، دا پېغله هم وراغله، دی لا ژوندی وو، نو دې اول وار په خوله کي شربت ور توی کړی، بيا يې خپل پیزوان ځني را وخيستی”
په دراوۍ کي دا دود تر اوسه سته چي کله پېغله دراوۍ ته ځي نو شربت له ځانه سره وړي، که شربت نه وي بل خوږ شی ورسره وړي، يعني چي خوله په خوږیږي داسي يو شی به خامخا ورسره وړي ځکه چي د دراوۍ دود پالل بیخي اړين دی ځکه چي پښتونواله به خامخا پالي.
نو له دې څخه دا اټکل کېدلای سي چي هغه د بني اسرايلو او دغه زموږ د بوري دسيمي دغه کيسه ډېره سره ورته ده، او دا ويلای سو چي دا دود بیخي ډېر لرغونی دود دی، که زه دا و وايم چي څومره پښتانه زاړه دي، او دغه د کاکړو سيمه(کاکړستان) زړه ده، دغومره دا دود زوړ دی.
دراوۍ په سهېلي پښتونخوا کي:
دراوۍ په بوري ، دکۍ ، میختر، موساخیل، ږوب، کلا سيف الله، هندوباغ، زيارت کي رواج ده ، بل ځای د دې څرک ډېر نه ښکاري، زه دا نه وايم چي ځواني ( مينه ) په نورو علاقو کي خدای نخواسته هیڅ نه کيږي. چي چيري ژوند وي هلته به مينه، ځواني خامخا وي، خو د ميني و دې وچ مجلس ته به د دراوۍ پر ځای بل نوم ورکول سوی وي. لکه مينه ، ياري ، وصال ، خو دلته په دې سيمه کي دراوۍ ورته ويل کيږي…
دغه رنګه د اولسي ادب په هغه صنف کي دراوۍ ډېړه ياده سوې ده، چي غاړي (کاکړۍ)ورته ويل کيږي. غاړي هم په يادو سيمو کي ويل کيږي . د اولسي ادب په بل صنف کي د دراوۍ توری نه دی ياد سوی، او نه په ليکلي ادب کي د دراوۍ د توري څرک ښکاري، خالي د يادو سيمو په اولسي صنف کاکړۍ غاړو کي دا څرک بیخي ډېر ښکاري، لکه په دا غاړو کي چي ښکاري.
تور مه ځين کی ځي کره
د سرې دراوۍ ده پر کوټه
په دې غاړه کي چي کم توری ” کوټه ” ياد سوې ده ، دا کوټه په دوکۍ ،لوڼي کي د میلمنو وخونه ته ، و بیټک ، ته ويل کيږي . يا دا غاړه.
کـــور ده نــه دی راځـــه لــــري
خلاص بندر نسته سروتمني
په دې غاړه کي دا د سروتمن توری هم د بوري، لوڼي، میختر، موساخيل خلګ کاروي، سروتمن و ښايسته ، ښکلي، ته ويل کيږي، او په نورو علاقو کي دغه توری چي ښه صورت لري و هغه ته کارول کيږي، بل توری په دغۀ غاړه کي د “بندر” توری کارول سوی دی موقع ته ويل کيږي، بندر و کنډو ، و ليار ته هم ويل کيږي، دا توری هم په يادو سيمو کي کارول کيږي.
زما په څنګ پوري هلکان
د ګران دراوۍ ده دجار ميان
په دا غاړه کي د جار ميان ياد سوی دی ، د جارميان وه مامته, ته وايي يعني د جارميان په يادو سيمو کي ورته ويل کيږي، که و کتل سي له هندوباغ تحصيل څخه يې راواخلې بيا تر ږوبه ، تر موساخیله ، تر میختر، تر بوريه ، تر دوکۍ پوري و مامته ته جار وايي.
د سپوږمۍ واهي پر ګران
ما له قبرو و کښل نیکان
په دا غاړه کي يوه محاوره استعمال سوې ده (له قبرو کښل) مانا نیکان ننګول، په يادو سيمو کي دا دود دی چي کله به د يو چا مراد نه پوره کېدی نو به يې د خپلو نیکانو له قبرو شنختي و کښې تر هغو به يې هغه شنخته بيرته نه ښخوله چي ترڅو يې کار نه وو سوی، چي کار به يې و سو نو به يې شنخته په خپله ښخه کړه، چي کار به نه و سو نو دا شنخته به بيا بل چا ښخه کړه او دا کس (هلک يا نجلۍ) به په ټول ژوند بيا دغه بزرګ له نه ورتله نو د دغي محاورې اړيکه هم له يادو سيمو سره ده.
د دراوۍ دستور( ايين):
دراوۍ په پښتني ايين کي خپل چوکاټ لري، دا چوکاټ هم د هغه ناليکلي پښتني ايين له مخي چي هیڅوک نه سي کولای دا ايين مات کړي او که چا مات کړی هم وي وهغۀ ته هغه سزا ورکړل سوې هم ده کومه چي په پښتني ايين کي ورته ټاکل سوې ده، يعني کله چي نجلۍ او ځوان دراوۍ کوي نو د دراوۍ پر ځای ټکری واچوي يو يې پر يوه سر کښېني دا بل يې پر بل سر کښېني او خپلي د ميني، د وطن پر ستونځو ، پر کورنۍ ناخوالو، او ټوکي ټکالي ګپي کوي، دا ګپه تر سهاره روانه وي خو يو اوبل ته د لاس ور وړلو اجازه نه وي، که چيري چا دا دود مات کړی نو و هغه ته ټول خلګ بې پښتو سړی وايي له هغه ځوان سره په ټول ژوند څوک دراوۍ نه کوي او که چا دا دود پلي کړی وي نو دغه دراوۍ په کلو کلو روانه وي،
۱: په دې دراوۍ د نجلۍ کهول هم دهلک کهول خبر وي، (که څه هم دا کار په غلا وي) خو بد يې نه ګڼي ځکه چي و هغو ته د پښتني دود او ايين اندازه سته چي د پښتني ايين ماتول څومره تاوان لري، او تر هغه تاوان وتل دا سي اسانه کيسه نه ده.
۲: په دراوۍ کي دا هم سته چي کله د يوه هلک دوست و غواړي چي ستا له ياري ، دوستي سره زه هم ليدل غواړم ګپه ورسره کول غواړم، نو هغه هلک و دا نجلۍ ته حال ورکي چي سبا زما دوست له تاسره ليدل غواړي، که هغې هوکړه ورته وکړه ، نو هغه په دا بل ماښام د دراوۍ ځای ته و راسي کله چي نجلۍ او هلک خپله ګپه سره و کړي، نو بيا و دا میلمه ته وار ور کړي بيا دا میلمه او نجلۍ يوازي سره پریږدي دوی خپله ګپه سره کوي، په دې کي اکثره دا وي چي د میلمه او د نجلۍ دا هڅه وي چي زه بايد په ټوکو کي بريالی سم چي کوم يوه زړه واچاوی نو بيا و دابل ته ډېره د پېغور خبره وي ، چي ما دراوۍ له بوتلې او ته و نجلۍ ته نه سوې ږغیدلی ناځوانه، او که نجلۍ ماته سوې وي نو بيا دا میلمه و دوست ته پېغورونه ورکوي چي ایله دي وخت ضايع کړی دی دا نجلۍ خو ایله يو مړځګه وه…
کله به نجلۍ و خپل يار ته ويل چي ته له دوني لیري يا پر خطرناکه ليارو راځې نو بايد چي دوست له ځانه سره راولې بيا يې دا غاړه کړې ده.
ته به هم يو دوست لرې
ګر انه ېکړ څله راتلې
۳: د دراوۍ دا ځای به يو ځل و ټاکل سو بيا به په کلو دغه ځای د دراوۍ وو، هر وخت به دې ټاکلي ځای (دراوۍ) ته راتله ، خو دغه د دراوۍ ځای به له کورو بیخي ډېر ليري وو خو کله به داسي هم وو، چي دراوۍ به په کور کي هم وه، يا به له کوره سره نژدې وه، خو د کور يا د کور له څنګه چي به چا دراوۍ کوله نو بې خلګو ته سم خوند نه ورکاوی، نژدې دراوۍ به په سپيتانه حسابیده، داسي بېشرمه به ورته و ایسېدی خو دراوۍ به عموماً له کلي لیري وه، لکه په دا غاړه .
تربرو بد په دغه يوړی
زما دراوۍ وه د سرې غولی
تور اکا:
“په دې هکله داسي خپل نظر څرګند کړ چي د دراوۍ به کوم ځای و ټاکل سو ، نو د دوی به په دې سر خلاص وو چي کله به نجلۍ له مخه د دراوۍ وځای ته راغله نو به يو ه پېښه ور و سوه يا به يو څوک ورباندي راغلی نو دې به د دراوۍ پر ځای څلی يا بله نخښه پرېښوده او ولاړه به نو چي ورسته به ځوان د دراوۍ ځای ته و راغلی چي نخښه به يې و ليدله نو به يې سر خلاص سو چي راغلې خو ده، خو يو مشکل ور پېښ سوی دی، نو به انتظار سو چي راځي به خامخا خو چي بندر (موقع) پيدا کړي، نو هغې چي به کله بندر پيدا کړ هغه به خامخا وراتله”
کله کله به داسي هم و سو چي نجلۍ به ويده سوې وه يا به بله پېښه سوې وه دراوۍ له به نه و راغله يا به هلک نه و راغلی نو چي کوم يو به دراوۍ باندي حاضر وو هغه بل به نه وو ، نو دا حاضر به يوه نخښه پرېښوه معنا زه راغلی يم خو ته نۀ وې،کله چي به هغه غېر حاضر نخښه و ليدله نو پوه به سو چي زه نه وم خو دا، يا، دی، راغلی دی، په دې به ځان ډېر ټيټ ورته وه ایسېدی.
۴: دراوۍ( وچ مجلس) به نجلۍ له هر چا سره کولای سوه خو د ميني يار به يې يو وو، کوم ځوان ته چي به نجلۍ جاري (ډېوډ ) ګوګري، ټيک يا چارګل ور کړ نو د ميني يار به يې هم هغه يو وو خو په دې به د دې د ميني يار خوا نه بدوله چي ستا مينه له ماسره ده او ته له نور جهان سره هم دراوۍ کوې هغه ځکه چي په دې کي ټوله خبره د باور ده، د نجلۍ د مين او د کورنۍ په دې باور وو چي دا د ځوانۍ په مجلس کي د پښتني ايين له مخي څوک نه سي کولای چي بد فعل وکړي نو په دې باور به د نجلۍ هم او د يار هم او دکورنۍ هم سر خلاص وو.
تور اکا:
“په دې هکله وايي چه دومره باور به وو د پښتني ايين له جوره چي زموږ په ولقه کي يو دود دی چي کله د چا په کور کي واده وو، نو په هغه کي به قمره امۍ (اتڼ) کېدله ، په دې قمره امۍ کي هر څوک خلاص وو ،يوه ورځ په شرن علېزي کي واده وو نو په هغه واده کي قمره امۍ شروع وه پنځلس ځوانان وو، او پنځه ويشت انجونه(پېغلي) وې. ..
نو موږ له شرن حمزازيي څخه تقريبا دېرش ځوانان ورغلو بې حاله بې احواله په قمره امۍ ګډ سو، ټکان او پيسې مو شندلې نو انجونه ټولي راغلې زموږ له څنګه په امۍ کي راسره وې ، په دې امۍ کي واده انجونه او پېغلي انجونه هم وې. و دې امۍ ته به د واده نجلۍ مېړه ، لېورونه، ټول ولاړ وو، او د پېغلو وروڼه ، پلار ،مور، د اکا(تره) ځامن دا ټول ولاړ وو خو بده بې نه ګڼله”
د باور اندازه موږ د توراکا له دې خبري کولای سو چي څومره باور وو چي د بل کور له نجلۍ سره د بل کور يا قام ځوان امۍ کولای سوه يو ميعار به نه وو مړوشه نجلۍ به هم له بل سړي سره امۍ کولای سول.
۵: دراوۍ ته نجلۍ له ځانه سره يو ټکری هم زيات راوړی، او ورسره به شربت اوبه هم راوړلې، نو پر دراوۍ به يې ټکری اوار کړی پر يوه سر به يې نجلۍ او پر دا بل سر به ېې هلک کښېنستی، نو دلته به انجلۍ دا غاړه کوله …
ګرانه کښېنه پر ټکري
پر دراوۍ نسته نیالي
نۀ و هلک ته دا اجازه سته نۀ و نجلۍ ته دا اجازه سته چي يو او بل ته دي لاس ور وړي.
په دې هکله تور اکا داسي وايي.
” زما خپله تجربه ده چي زما له يوې نجلۍ سره ځواني وه، موږ به په دراوۍ کي داسي وو، چي زه به د ټکري پر يوۀ سر او دا به پر بل سر ناسته وه، له دې نجلۍ سره زما درې کاله د ځوانۍ وچ مجلس روان وو، خو پر ما په درې کاله کي يوه ورځ هم غوځي اچول داسي دي لکه له موره سره په مکه کي زينا”
نو دا ثابته سوه چي په دراوۍ کي بد فعلي او بد نظر نه وو.
او له دې څخه زموږ د پردې هم اندازه لګيږي چي زموږ پرده داسي وه چي هره پېغله له هره ځوانه سره دراوۍ کولای سوله، بلکه مړوشو به هم دراوۍ کولې خو کهول به ږغ نه ورته کولای، خو ميعار به يې تر پېغلي ډېر وو. يعني مړوشو به دراوۍ ډېري نه کولې لکه په دا غاړه کي چي ميار نومنه ياده سوې ده د مړوشي دراوۍ
ده نجلۍ يا هم شرمږي
پردراوۍ لنګي شورږي
مړوشو قمره امۍ هم کولای سوله ، دراوۍ يې هم کولای سوله. خو چي کله زموږ پرده په چادرۍ بدله سوله، له هغې ورځي د دراوۍ ښکل بدل، قمره امۍ له منځه ولاړه ، زموږ پر منډوانو کېړونه، او پر خونو کلاوي راجاروتې او غټ غټ ګېټونه و لګېدل، يعني چي د نورو کلتور په راګډ سو زموږ دراوۍ ، قمره امۍ، زموږ دلاس روغبړ، میلمه د کاله په خونه کي کښېنستل، مخ نه پټول ، په قامي لښکرو کي د ښځي برخه دا ټول له خاورو سره خاوري سول، په دې هکله تور اکا د يوې پوښتني په ځواب کي داسي وايي.
“پوښتنه ، تور اکا دراوۍ ته اوس په کوم نظر ګورې ؟
تور اکا: دا ټول د پابندۍ وجه ده چي کله پابندي نه وه نو دا کيسې نه وې اوس چي پابندي سوه دا کيسې شروع سوې بې باوري شروع سوه، لکه مخ کي چي ما عرض وکړی حمزازيي به د مرمه خیل په قمره امۍ کي ګډ وو، موساخېل به د لوڼي په قمره امۍ ګډ وو، ځکه يوه پرده نه وه، پابندي نه وه، باور وو، دغه پښتني رواجونه چي سره حرموني سول (يعني د بل کلچر چي مو خپل کړ) نو دغه بې باورۍ، او پابندۍ ، شروع سوې”
دراوۍ په غاړو کي:
په اولسي ادب کي داسي صنفونه سته چي په هغه کي دراوۍ بیخي ډېره ياده سوې ده لکه په غاړه کي ، په نارو کي، او اوس په غزل کي هم بیخي ډېره برخه لري، د جنوبي پښتونخوا د بوري ، ږوب، دوکۍ (لوڼی) ، میختر ، موساخیل کي چي کوم شاعران شتون لري د هغو په غزلو کي دراوۍ بیخي ډېره اثر اندازه ده، خو موږ به دلته د اولسي ادب پر صنف “چونکه زموږ موضوع هم اولسي ادب دی ” غاړو باندي خبره و کړو، چي پر غاړو باندي د دراوۍ څومره اثر دی او په دا اولسي صنف کي دراوۍ څنګه کارول سوې ده.
ستا دراوۍ د ويالې غاړه
په سرساند مه وهې ګرانه
په دې غاره کي دراوۍ د ويالې غاړه ده نو نجلۍ يخ اخستې ده، بيا يې پر ګران دا منت کړی دی چي د ويالې پر غاړه يخ اخستې يم چي سرسانده (سرساند يو مرض دی چي په يخ کي پر سړي پیښېږي او سړی ځني مري) مه وهې، ګوا د دراوۍ ځای يې نه وو خوښ.
پردراوۍ يې نسته پلونه
کښېنستم نغښتي لاسونه
په دې کي يې مين په دې ورځ دراوۍ له نه دی وراغلی نو دې د مايوسۍ اظهار کړی دی، چي زه په کوم سوچ راغلم دلته کومه کيسه ده!
( نغښتي: مانا،ټول، سړی چي په تيخرګو کي له ډېري مايوسۍ لاسونه ونيسي)
پردراوۍ د ارغسې
دچرسو پروتي دي ټوټې
دلته بيا نجلۍ هم چرس څکوي يار يې هم څکوي نو بيا يو څوک په ورځ د دراوۍ پر ځای برابر سوی دی، نو يې د چرسو ټوټې ليدلي وې نو يې دا غاړه وکړه، ارغسه . بېباکه، زړوره. سروبنه . يعني دوني سروبنه ده چي چرس څکوي خو په چا کي ری نه وهي، دغه غاړه بيا د خير محمد عارف په کتاب کي دا رنګه راغلې ده
پردراوۍ د سپيني خولې
د چرسو پروتي وې ټوټې
صادق ژړک بيا دغه غاړه دا رنګه په کاکړۍ غاړو کتاب کي داسي ليکلې ده.
پرداروۍ رالم د سرې
دچرسو پروتي وې ټوټې
نيمه شپه ده باد دمني
ځم دراوۍ له د سروتمني
يعني دراوۍ له به خامخا ځي که دمني يخ وي هم، سروتمن ښکلې،ښايسته ته ويل کيږي .
پر دراوۍ د سوم غلته
ګرانه يم درملامته
په دې کي بيا د دراوۍ ځای ځني غلط سوی دی، دراوۍ يې ناغه کړې ده ، نو د نه ورتګ ملامتيا مني چي ګوا دا غلطي راڅخه سوې ده.
نيمه شپه ده خلګ بې واوري
پر دراوۍ لېونو زاړي
په کاکړۍ غاري کتاب کي صادق ژړک بيا داسي ليکلې ده دا غاړه .
نيمه شپه ده خود بې واوري
پر دراوۍ لونو زاړي
د غاړو ادبي څېړنه کي خير محمد عارف بيا دا رنګه ليکلې ده.
نيمه شپه ده خلګ بې واوري
پر دراوۍ وړکو زاړي
د کشنۍ نجلۍ دراوۍ
باکس مه ګړد و ټکاوۍ
دلته بيا اوله دراوۍ ده يو او بل د ليدولو لپاره د باکس(اورلګیت) په رڼا سره ويني نو د باکس تيلۍ ور ختم سوې دي( ټکاوۍ. مانا خالي کول. ټکول) .
پردراوۍ يې بل کي اور
يوار يې لور راځي بيامور
يعني يو ميعار نه وو، په دراوۍ کي يوه ځوان له به مور او لور دواړي دراوۍ له وراتلې لکه په دې غاړه کي چي ورته اشاره ده
زما په څنګ پوري هلکان
د ګران دراوۍ ده دجار ميان
يوه شپه ده خدای دې دوې کي
سهار سپين ځي په سپیدې کي
که د زما ګرانی پر زړه دی
سپين بوری لري ځای نه دی
ځوانان به دراوۍ له بیخي لیري تلل يعني له يوې علاقې به بلي علاقې ته تلل.
“يوه شپه موږ په لارۍ کي روان وو، په شبوزي کي يو چا لاس راکی موږ لارۍ ورته و دروله ، راواموخستی پوښتنه مو ځني و کړه، چي داسي دي ځان تيار کړی دی چيري ځې ؟ ده ويل رښتيا درته و وايم میختر له ځم هلته مه دراوۍ ده نن له نجلۍ سره”
دلته هم نجلۍ و خپل مين ته وایي چي که ګرانی راسره لرې بوری نه دی لیري راسه بوري له.
وږګي تږګي يم غړږم
که نازک رالی اوبږم
مخ کي هم نجونه وتې
پر ښو مړو به ږغېدې
دلته بيا ځوان ګيله کړې ده له وخته چي په خوا به انجونه وتې دراوۍ له پر مړو، د وطن پر ستونځو به ږغیدې های اوس څنګه وخت رالی چي انجوني له مړو، او د وطن پر ستونځو نۀ ږغېږي. نو يې پېغور ورکړی دی چي پخوا به هم انجونه وتې اوس ته هم راوتلې يې پر يوه شي نه سې ږغیدی.
صرت کيشنی مړانه ډېره
ستا دراوۍ نه ده زما هېره
پرې مه کل د سرۀ ټيرونه
ستا دراوۍ نه ده معلومه
هره شپه ورځي اووه
سالو دراوۍ که حمايه
خوب مه نه راځي پر سترګي
مادراوۍ د ژړو کړګي
د دراوۍ پر ځای ويده ده
های تورسترګي نشابه ده
نشابه، د نجلۍ نوم دی
دواړه دي د جیب شيان
سپين که چارګل وړي که پيزوان
کله چي به يوې نجلۍ و خپل مين ته نخښه ورکول نو بې هغه بيا د زړۀ يار وو و هغه ته به يې يو شی ورکړ او دراوۍ يې له هر چا سره کول خو د زړه ياربه يې يو وو، هغه يو چي نخښه به يې چا له ورکړې وه نو دلته دا خپل مين له خوښه ورکوي چي ستا کوم يو خوښ دی هغه واخله دواړه په جیب کي ځاييږي.
مور يې ده تر لور شوقي
دراوۍ له غبرګي وراځي
پر دراوۍ به لوند کي ګران
څوتڼۍ رالې د باران
څوتڼۍ: پړنګهو، ورښ و باران، څڅوبي، څاڅکي،باران
پر دراوۍ يې نسته څلي
بې قوليان نۀ دي راغلي
په دغه غاړه کي نجلۍ دراوۍ له راغلې ده هلک نه دی راغلی ،ځکه چي څلی نه وو، نه بله نخښه سته، کني دود دا وو چي يو به له مخه دراوۍ له و راغلی هغه بل به نۀ وو نو بې څلی يا بله نخښه پرېښوده نو دلته چي نجلۍ څلی او نخښه نه و ليده نو يې سر خلاص سو چي بې قوله نه دی راغلی نو يې دا غاړه وکړه
پر دراوۍ مه نۀ که پوه
پر بر رغو ولاړ ه ګرانو
ګرانو: دا توری بيا د ميني يو توری دی لکه جانان، په کاکړۍ غاړو کي کارول کيږي لکه ګرانو، جړو، وړکو، سره، سپينه، لونو(لیونو)،نازکه، سروتمنه، ارغسه، بېباکه، تورسترګي، او داسي نور
خوب ظالم دی ماله راسي
له دراوۍ مه دګران باسي
زما او ستا دراوۍ پخه
دتروږمۍ شپې دي راځه
نيمه شپه مزل خواري ده
خوی به ځم نوګي ياري ده
نيمه شپه ور وه وتم
خورۍ پر سپين وه غوړیدم
نيت مه وۍ درتلم به زه
ګرانه باجړ وي بارايه
باجړ : و نري باران ته وايي چي په شواروځو وريږي، يعني درې، څلور ورځي چي اوري دا عموماً په ژمي کي اوري دا باجړ باران …
نيمه شپه ده خلګ ويده دي
ستا لونګ څنګه ساړه دي
پخوا به مينو پر دراوۍ لونګ سره خوړل دلته ده پوښتنه ځني و کړه چي خلګ ويده دي ښکاره خبره ده چي ته به هم ويده وې، نو به لونګين هم په بستره کي درسره تود وای نو دی دلته د شک په نظر ورته ګوري چي ته خو اوس له خوبه نه يې راغلې بل ځای د هم مجلس کړی دی.
نه مړږې زړه غمجنه
رالم اوس له سروبنه
سروبن : په کاکړۍ غاړو کي داسي د ناز توري بېخي ډېر کارول کيږي لکه سروبن، لويال، ګلان، نازک، سروتمن، سپين، دا ټول توري د نر لپاره کارول سوي دي دا دميني نومونه دي لکه جانان.
نه راځې نانک د خوار که
وچ لرګی سوم ودېوال ته
دلته د انتظار تر اخري حده رسېدلې ده پر دراوۍ خو دی نسته نو يې تر خوله ښیرا وتلې ده.


