یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل حکومت تر راتلونکو لسو ورځو پورې غوښتنې ونه مني،نو په ټول...

کابل حکومت تر راتلونکو لسو ورځو پورې غوښتنې ونه مني،نو په ټول هیواد کې به پراخ لاریونونه پیل کړی.

ویب ډیسک
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلویانو په کابل ښار کې خپل لاریون پیل کړ.
د حزب اسلامي زرګونه پلویان نن په کابل ښار کې عمومي واټونو ته راوتلي، له ځان سره بیلابیل شعارونه لیږدوي او د خپلو غوښتنو په عملي کېدو ټینګار لري.

دغه معترضین د حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د لاسلیک شوي تړون عملي کېدل،هیواد کې د هدفي وژنومخنیوی، بهر ته د ملي شتمنیو د انتقال د مخنیوي ترڅنګ، یوشمېر نورې غوښتنې هم لري.
معترضین وایي، که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو د کابل په ګډون به د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دغه راز لاریونونه پیل کړي.

لاریون ته د حزب اسلامی ډلې مشر ګلبدین حکمتیار په خپله وینا کې حکومت ته خبرداری ورکړلو او هغه د خپلو غوښتنو دعملي کېدو لپاره حکومت ته لس ورځنی ضرب الاجل وټاکه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې په کابل کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل، که حکومت یې تر راتلونکو لسو ورځو پورې غوښتنې ونه مني،نو په ټول هیواد کې به پراخ لاریونونه پیل کړی.
ګلبدین حکمتیار وویل،اوسنی حکومت د وضعیت د مهار توان نه لري او د سولې مخالف دی،نو اړتیاده چې نوی حکومت رامنځ ته شي او د سولې پروسه د نوي حکومت ترچتر لاندې پرمخ یوړل شي.
د حزب اسلامي مشر وویل،افغان حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی او نه غواړي چې د سولې پروسه بریالی شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه