یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا باید د افغانستان په بې پایه اوږده جګړه کې ښکېله پاتې...

امریکا باید د افغانستان په بې پایه اوږده جګړه کې ښکېله پاتې نه شي.

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر جوبایډن دولت د ملي امنیت د موقتې ستراتیژۍ یوه خپاره شوي لارښود کې راغلي چې امریکا باید د افغانستان په بې پایه اوږده جګړه کې ښکېله پاتې نه شي.

په دې خپاره شوي لارښود کې د افغانستان په اړه راغلي، په پام کې نه ده چې د امریکا نوی دولت په یوه ناپایه جګړه کې،‌ چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی، ښکېل پاتې شي،‌ بلکې هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو یوه اوږده جګړه په مسئولانه ډول پایته ورسیږي.

د امریکا د ملي امنیت لپاره د ولسمشر بایډن د ادارې د اعلان شوي لنډمهالي ستراتیژیک لارښود کې د افغان جګړې په تړاو ویل شوي، امریکا به تل پاتې جګړو کې چې ټریلیونونه ډالر لګښت راځي او د زرګونو کسانو ژوند اخلي، نه ښکېلېږي.
دا ستراتیژي پر دې هم ټینګار کوي، چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي ځای نه بدلېږي او په دې برخه کې د امریکا له متحدینو سره د ګډ کار ژمنه کوي.

پخوانۍ ليکنه
نوې ليکنه
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه