د اسرائیلو دفاع وزیر: د غزې د فلسطینیانو د ایستلو لپاره چمتووالی لرو

0
104

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز ویلي، حکومت یې له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو لپاره چمتووالی نیولی، خو د دې طرحې د عملي کېدو لپاره د امریکا د دریځ روښانه کېدو ته انتظار باسي.

کاتز د اسرائیلي رسنیو په یوه غونډه کې ویلي، د ده په اند له غزې څخه د خلکو د وتلو پرته د دې سیمې لپاره دایمي حل نه شي موندل کېدای. هغه زیاته کړې چې د خلکو د لېږد لپاره د سمندر، هوا او نورو لارو د کارولو چمتووالی شته.

نوموړي ویلي، د فلسطینیانو د غزې پرېښودو طرحه لغوه شوې نه ده، بلکې د هغو هېوادونو په اړه خبرې روانې دي چې ښايي فلسطینیان ومني. د هغه په وینا، د دې طرحې د عملي کولو لپاره د امریکا ملاتړ اړین دی.

د امریکا د سفارت له لوري د څرګندونو په اړه د غوښتنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د مراجعه کولو سپارښتنه شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په پیل کې د غزې د شاوخوا دوه میلیونه اوسېدونکو د سیمې پرېښودو وړاندیز کړی و. هغه ویلي وو چې د جګړې له امله ویجاړه شوې غزه دې په یوه سیاحتي سیمه بدله شي. دغه وړاندیز د مصر او فلسطینیانو په ګډون له پراخو مخالفتونو سره مخ شو.

وروسته د غزې د اوربند د اعلان پر مهال د ټرمپ له خوا د سیمې لپاره په وړاندې شوې طرحه کې د خلکو پر زور د بې ځایه کولو مخالفت هم شامل و.

کاتز ادعا کړې چې د غزې ډېری اوسېدونکي غواړي له سیمې ووځي، خو د ده په وینا حماس د هغوی مخه نیسي. نوموړي د خپلې ادعا لپاره کومه سرچینه نه ده یاده کړې.

د ملکي وګړو په زور له اشغال شوې سیمې څخه بې ځایه کول د نړیوال بشري قانون له مخې د جګړې له جرمونو څخه ګڼل کېدای شي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر راهیسې په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله له ۷۳ زرو ډېر کسان وژل شوي او له اوربند وروسته هم د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.