یوناما: د افغانستان د لسیزو جګړو قربانیان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي

0
114

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د لسیزو وسله‌والو جګړو قربانیان لا هم له فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېری یې عدالت او اړینو مرستو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

د یوناما د راپور له مخې، دغه څېړنه تر ډېره د ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې پورې د وسله‌والې جګړې پر اغېزو تمرکز کوي. راپور د جګړې له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له خپلوانو سره د ترسره شویو مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

د راپور موندنې ښيي چې د مرکه شویو کسانو ۹۵ سلنه د جګړې له امله د رواني او عاطفي زیانونو یادونه کړې ده. په دغو زیانونو کې ژور خپګان، اندېښنه او د تېرو دردناکو پېښو بیا بیا ورپه یادېدل شامل دي. همدارنګه ۵۸ سلنه کسانو ویلي چې د جګړې له امله یې فزیکي زیانونه لیدلي دي، چې ځینې یې لا هم له اوږدمهالو دردونو او معلولیت سره مخ دي.

د یوناما د سرپرستې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې، جورجیټ ګانیون، په وینا، د مرکه شویو کسانو څرګندونې په افغان ټولنه کې د جګړو د روانو رواني اغېزو ژورتیا ښيي. هغې ټینګار کړی چې د قربانیانو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره باید د هغوی اوښتي زیانونه ومنل شي او د هغوی حقونو او غوښتنو ته پاملرنه وشي.

راپور زیاتوي چې یو شمېر قربانیان د درملنې، د ویجاړو شویو کورونو د بیا رغونې او د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لګښتونه نه شي پوره کولی. په ځانګړي ډول جګړه‌ځپلې او کونډې شوې ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د عدالت او مرستو په برخه کې هم د پام وړ ستونزې یادې شوې دي. د مرکه شویو کسانو ۵۵ سلنه ویلي چې د عدالت، تاوان جبران یا د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی. د دوی په وینا، د دې لامل د خپلو ستونزو په اړه د نه پاملرنې اندېښنه او له غچ اخیستنې وېره وه.

له هغو کسانو څخه چې د تاوان جبران یا مرستې ترلاسه کولو لپاره یې هڅه کړې، ۶۴ سلنه ویلي چې هڅې یې پایله نه ده ورکړې. یو شمېر کسانو له دولتي ادارو سره د اړیکو پر مهال د اداري خنډونو، د ځواب نه ترلاسه کولو، د نابرابر چلند احساس او د روڼتیا د کمښت یادونه کړې ده.

د راپور له مخې، د قربانیانو له لوري تر ټولو ډېرې یادې شوې اړتیاوې مالي تاوان، عدالت ته لاسرسی او د ورته پېښو د بیا تکرار مخنیوی دي.

یوناما په خپل راپور کې د افغانستان د څو لسیزو جګړو د پاتې اغېزو د کمولو لپاره د یوې هر اړخیزې تګلارې غوښتنه کړې او سپارښتنه یې کړې چې د جګړې د قربانیانو حقونه او اړتیاوې دې د دغو هڅو په مرکز کې وي.

راپور له هغو ټولو اړخونو چې د جګړو په تړاو مسوول بلل کېږي، غوښتي چې د حساب ورکونې له هڅو او د قربانیانو د حقونو د خوندي کولو له چارو ملاتړ وکړي. همدارنګه پر نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ شوی چې د قربانیانو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.