په افغانستان کې د لاریونونو او اعتراضي غونډو د منع کولو په اړه نوی قانون نافذ شوی دی. د افغانستان اوسني حکومت ویلي چې دغه پرېکړه له اسلامي قوانینو سره سمون لري.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د اعتراضونو او لاریونونو فعالیتونه ډېر کم لیدل شوي دي. د نوي قانون له مخې بیا د هر ډول لاریون او اعتراضي غونډې ترسره کول منع شوي دي.
د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، په اسلامي نظام کې د لاریون پر ځای خلک کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې په مستقیم ډول له حکومت سره شریکې کړي. نوموړي ویلي چې لاریونونه په هغو ټولنو کې ترسره کېږي چې بېلابېل حکومتي نظامونه او قوانین لري.
مجاهد ادعا کړې چې د لاریونونو د مخنیوي له امله به د خلکو د وخت له ضایع کېدو او د شخصي شتمنیو له زیانمنېدو څخه هم مخنیوی وشي.
بلخوا، د بشري حقونو د څار ادارې پر دغه قانون نیوکه کړې او دا یې د نظر د مخالفت د محدودولو یوه بله هڅه بللې ده. د بښنې نړیوال سازمان هم د قانون د بدلونونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د لاریونونو منع کول یې د بشري حقونو لپاره جدي موضوع بللې ده.
که څه هم په افغانستان کې د لاریونونو پېښې کمې دي، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې ویلي چې د روان کال په جون میاشت کې د هرات ښار کې د ښځو د حقونو په تړاو یو اعتراض ترسره شوی و. د دغې ډلې په وینا، پر یاد اعتراض د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي وو.


