د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اګست ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې ترمنځ شپه د شمالي وزیرستان په سیمه کې د وسلهوالو یوې ډلې د تګ راتګ هڅه کړې وه.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د دغې ډلې حرکتونه موندلي او له هغوی سره یې نښته کړې ده. ISPR ادعا کوي چې نښته شاوخوا ۳۶ ساعته روانه وه او په ترڅ کې یې ۱۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان لپاره د «فتنة الخوارج» اصطلاح کاروي.
د پاکستان د پوځ په وینا، د سیمې د پلټنې پر مهال له وژل شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
ISPR ادعا کړې چې دغه پېښه د پاکستان او افغانستان پر پوله شوې او یو ځل بیا یې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د وسلهوالو د فعالیتونو په اړه د اسلاماباد اندېښنې څرګندې کړې دي. د پاکستان پوځ پر افغان چارواکو تور لګولی چې د پولې د اغېزمن مدیریت او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په سیمه کې د پاتې وسلهوالو د موندلو او له منځه وړلو لپاره د پلټنې عملیات دوام لري.
د پاکستان پوځ ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د وسلهوالو ډلو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.


