راپور :داودجبارخیل
د وروستیو سیلابونو له امله اوس په میانوالی، ډسکه، سیالکوټ، لاهور، سوات، دیر، بونیر، باجوړ، د ملاکنډ ټوله سیمه، اسلاماباد، راولپنډۍ او تر ازاد کشمیر پورې د سترګو یو خطرناک وایرس په چټکۍ سره خپرېږي.
دا وایرس چې ډاکټران یې ایډینو کنجیکټیوایټس بولي، په ځانګړي ډول د ماشومانو او زدهکوونکو ترمنځ په تیز رفتار خپرېږي. روغتونونه له ناروغانو ډک شوي چې ډېری یې ښوونځي ته تلونکي ماشومان دي.
د روغتیايي کارپوهانو په وینا، دا وایرس ډېر ژر د یوې کس نه بل ته لېږدول کېږي او د لاندې لارو خپرېږي:
د لاس ښکلولو له لارې
د سترګو رګولو له امله
د شخصي شیانو (لکه تولیه، بستر، عینکې) په ګډ کارولو سره
د وایرس څرګندې نښې نښانې:
د سترګو سور کېدل
سخت پړسوب
اوښکې راتلل او خارښت
درد او سوخت
د رڼا پر وړاندې حساسیت
کارپوهانو دا وایرس د “خطر زنګ” بللی او له خلکو یې غوښتي چې بېړنۍ احتیاطي ګامونه واخلي.
احتیاطي تدابیر:
په وار وار د صابون په وسیله لاسونه مینځل
سترګو ته لاس نه وړل
د لمر ضد عینکو (سن ګلاسز) استعمال
له ناروغ کسانو څخه فاصله ساتل
شخصي شیان له نورو سره نه شریکول
ډاکټران وایي، که څه هم دا وایرس مرګونی نه دی، خو که پر وخت احتیاط او درملنه و نه شي، نو جدي ستونزې رامنځته کولای شي.


