ویب ډیسک
د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه لوبه کې افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان د پچې په ګټلو د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ چې پاکستان د شلو اورونو په لوبولو د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې جوړې کړې.
لوبډلمشر راشد خان، فضل حق فاروقي، نور احمد او محمد نبي د افغان لوبډلې په ګټه دوه ـ دوه وېکټې واخېستې او سیاله لوبډله یې هدف ته د رسېدو په موخه پرېنښوده.
په دې لوبه کې د توپ وهنې په برخه کې ابراهیم ځدران ۶۵ او صدیق اتل ۶۴ منډې جوړې کړې وې چې د افغان لوبډلې په بري کې یې مهم رول درلود.
د درې اړخیزې لوبلړۍ په دوام سبا دمه ده او د پنجشنبې په ورځ پاکستان له متحده عرب اماراتو سره د کابل پر وخت ۷:۳۰ دقیقې لوبه لري.
# #Afghanistan #Cricket #Pakistan #UAE


