کوټه ،بمي چاودنې له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

0
123

ویب ډیسک

د بلوچستان چارواکو ويلي چې په کوټه کې د بلوچستان ملي ګوند د جلسې ځای ته څېرمه د سه‌شنبې په ورځ د بمي چاودنې له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

 

د ایالت د روغتیا وزير بخت محمد کاکړ د سول روغتون د کتنې پر مهال رسنيو ته وويل چې له چاودنې وروسته روغتون ته ۱۱ مړي او ۳۱ ټپيان وړل شوي دي.

 

د خبري اژانس اې اېف پي په وينا هم ۱۱ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپيان دي.

 

تر دې وړاندې د سول روغتون وياند ډاکټر وسيم بېګ تاييد کړې وه چې روغتون ته ۵ مړي او ۲۹ ټپيان رسول شوي او په روغتون کې بيړنی حالت نافذ شوی، ډاکټران او نور طبي کارکوونکي هم ورغوښتل شوي دي.

 

د بلوچستان نیشنل ګوند مرکزي وياند غلام نبي مري اندېپېنډنټ اردو ته وويل چې چاودنه د سرياب سړک په شاهواني لوبغالي  کې د موټرو د تمځای په برخه کې هغه مهال شوې چې جلسه پای ته رسېدلې وه او د ګوند فعالين له لوبغالې وتل.

 

د هغه په وينا دا بريد ځانمرګی ښکاري خو تر اوسه يې رسمي تاييد نه دی شوی. د ګوند د وياند په خبره د چاودنې پر مهال د بلوچستان ملي ګوند مشر سردار اختر مېنګل، د تحريک تحفظ آئين پاکستان مشر محمود خان اڅکزۍ او د نورو ګوندونو مشران له جلسې وتلي وو.

 

د بلوچستان د کورنيو چارو محکمې ويلي چې د شاهواني لوبغالي د چاودنې د پلټنو امر شوی او د مرستې ډلې د پیښې ځای  ته رسېدلې دي.

 

د امنيتي ځواکونو له خوا سيمه کلابنده شوې او د پېښې شواهد ټولېږي. د کورنيو چارو وزارت د پېښې د لوړې کچې پلټنې امر کړی دی.

 

په يوه بيان کې له خلکو غوښتنه شوې چې پر اوازو غوږ ونه نيسي او له ادارو سره همکاري وکړي.

 

د سه‌شنبې په ورځ د بلوچستان ملي ګوند د مشر او نوموتي قومي سياستوال سردار عطاالله مېنګل د تلين په مناسبت عامه جلسه جوړه شوې وه.

 

په جلسه کې د بلوچستان د بېلابېلو ګوندونو مشران او استازي ګډون درلود.

 

د بلوچستان اعلى وزير مير سرفراز بګټي د شاهواني لوبغالی  چاودنه په کلکه غندلې او ويلي يې دي چې دا د انسانيت د دښمنانو بزدلانه عمل دی.

 

اعلى وزير روغتون ادارې او طبي کارکوونکو ته امر کړی چې ټپيان په ښه توګه تداوي کړي او د هغوی په علاج کې هېڅ ډول سستي و نه کړي.