ویب ډیسک
د خيبرپښتونخوا وزیراعلي علي امين ګنډاپور د افغان وګړو ته د پاکستان تابعيت ورکولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، که برتانيه، امريکا او بيلجيم په څېر هېوادونه افغانانو ته تابعيت ورکولی شي، نو پاکستان ولې نه شي ورکولی؟
نوموړي د يوه خصوصي ټلويزيون (سماء نيوز) سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ډېر افغان وګړي له کلونو راهيسې په پاکستان کې اوسېږي او دلته په پراخه کچه کاروبار کوي. که هغوی ته تابعيت ورکړل شي، نو په پاکستان کې به په اربونو ډالره پانګونه راولي.
د وزیراعلي په وينا: “موږ بايد د دغو افغان وګړو د منلو زړور پرېکړه وکړو. هغوی لا له وړاندې په پاکستان کې کاروبار کوي، که تابعيت ترلاسه کړي نو اقتصادي فعاليتونه به نور هم پراخ شي.”
علي امين ګنډاپور زياته کړه: “که امريکا، برتانيه او بيلجيم په څېر پرمختللي هېوادونه افغانانو ته تابعيت ورکولی شي، نو پاکستان ولې نه شي ورکولی؟ موږ هم بايد د ملي ګټو لپاره عملي ګامونه پورته کړو.”
هغه په همدې موقع وويل چې دی د خيبرپښتونخوا د روانو سېلابونو له امله د اغېزمنو خلکو ترڅنګ پاتې کېدل غواړي، نو ځکه يې د پنجاب دوره وځنډوله. “د پنجاب خلک زموږ وروڼه دي، که هر ډول خدمت ته اړتيا وي، د خيبرپښتونخوا حکومت به د هر ډول مرستې لپاره حاضر وي.”


