ويب ډيسک
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د روان کال د اګست له ۱۸ تر ۲۴ له افغانستان څخه ۷۲ زره او ۶۲۴ کسان تللي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان دوشنبه د وږي پر ۱۲مه په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې په دې موده کې افغانستان ته له ایران او پاکستان څخه ۶۴ زره او ۹۵۰ کسان راستانه شوي دي.
نوموړي سازمان ویلي چې په دې موده کې له افغانستان څخه د وتوونکو کسانو شمېر د راستنېدونکو پرتله ۱۱ سلنه ډېر وو.
د راپور په حواله، په دې موده کې ۵۹ سلنه راستنېدونکي له ایران څخه و او ۵۳ سلنه نور بیا یاد هېواد ته ورغلي دي.
په راپور کې راغلي چې په دې موده کې افغانستان ته څه باندې ۳۸ زره له ایرانه او څه باندې ۲۶ زره نور بیا له پاکستانه راستانه شوي دي.
کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې ډېری افغانان ایران او پاکستان ته د اقتصادي ننګونو، درملنې او د کورنۍ غړو د لیدلو لپاره تللي دي.
د یادونې ده چې ایران او پاکستان د میلیونونو افغانانو کوربه دی چې د امنیتي لاملونو او اقتصادي ننګونو لامله ورغلي دي.


