ويب ډيسک
راپورونه وايي چې په کابل کې د لویې څارنوالۍ د دروازې مخې ته چاودنه شوې ده.
چاودنه د دوشنبې په ورځ سپتمبر دویمه (سنبله۱۲) په ځایي وخت د مازدیګر په ۴:۱۵ په دارالامان کې شوې ده.
لومړي راپورونه وایي چې چاودنه هغه وخت شوې چې مامورین له کارونو څخه رخصت شوي وو او کورونو ته روان وو.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا چاودنه تائید کړې ده خو د څرنګوالي او تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغې چاودنی مسئولیت نه دی اخیستی، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د
داعش ډلې منلی دی.


