دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخلیلزاد وايي ،امریکا د افغانستان سرپرست حکومت سره په تعامل کې ده.

خلیلزاد وايي ،امریکا د افغانستان سرپرست حکومت سره په تعامل کې ده.

ویب ډیسک

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې امریکا د افغانستان د وضعیت د بدلون په موخه له سرپرست حکومت سره په تعامل کې ده.

 

خلیلزاد د دې مسئلې په وضاحت کې زیاته کړې چې متحده ایالتونه د طالبانو د هڅولو لپاره، د موجوده مسایلو د حل په موخه، لکه د نجونو د زده‌کړو او په دغه هېواد کې د دایمي نظام د جوړېدو د څرنګوالي په تړاو له سرپرست حکومت سره په تعامل کې دي.

 

زلمي خلیل‌زاد ویلي:«موږ د دوی له ځینو تګلارو سره موافق نه یو؛ خو تعامل کوو. امریکا هم له طالبانو سره تعامل لري؛ خو په دې تعامل کې باید طالبان وهڅوو چې په خپلو لیدلورو کې بدلون راولي د ښځو او نجونو د زده‌کړو په تړاو او دا چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د دوی پلان څه دی؟ څلور کاله تېر شوي او دوی لا هم لنډمهالی حکومت دی. د افغانستان دایمي نظام به څه ډول وي؟»

 

دغه پخواني امریکايي ډیپلوماټ په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې هند هم په افغانستان کې د ډېرو ګټو له امله له سرپرست حکومت سره تعامل ته مخه کړې ده. د زلمي خلیل‌زاد په وینا، د سرپرست حکومت پر وړاندې د نوي ډيلي او واشنګټن تګلاره یو شان ده.

 

ښاغلی خلیل‌زاد زیاتوي:«هند یو ګاونډی هېواد دی او په افغانستان کې ډېرې ګټې لري. طالبان هم د افغانستان د واقعیت یوه برخه دي، هم پخوا او هم اوس.

زما په اند، اوس‌مهال د افغانستان په تړاو د امریکا او هند لیدلوری یو شان دی. که څه هم په پیل کې هند زموږ د هڅو په تړاو شک درلود.»

 

په همدې حال کې، د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وایي، د ډانلډ ټرمپ د حکومت سیاستونه که څه هم ښایي بدلون ومومي؛ خو د امریکا د اوسني حکومت او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ کوم بنسټیز اختلاف نه تر سترګو کېږي.

 

ښاغلی چکري زیاتوي:«د ټرمپ د حکومت سیاستونه ښايي هر وخت بدل شي؛ خو زما په اند، د هغه اړیکې له اوسني حاکمیت سره جدي ټکر نه‌لري. زما په باور، هغه نیوکې چې مطرح کېږي، د اړیکو د پرې کېدو لپاره نه‌دي، بلکې د اصلاح په موخه دي؛ له همدې امله امریکا ممکن له همدې حاکمیت سره هم همکاري ته دوام ورکړي.»

 

د امریکا له لوري د وضعیت د بدلون په موخه له سرپرست حکومت سره د تعامل په تړاو د زلمي خلیل‌زاد دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ډانلډ ټرمپ د ادارې د کار له پیلېدو اووه میاشتې تېرې شوې؛ خو د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په تړاو له یو لړ نیوکو پرته د اسلامي امارت پر وړاندې څرګند درېځ نه‌دی خپل کړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه