ويب ډيسک
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د چین په همکارۍ د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ ته سپوږمکۍ استولې ده.
پاکستانۍ سپوږمکۍ “iCube قمر” نن (جمعه) د چین د های نان ولایت له فضایي سایټ څخه د “چنګ-ای-6” په نوم د چین د سپوږمۍ د څیړنې ماموریت د یوې برخې په توګه وتوغول شوه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سپوږمۍ ته د سپوږمکۍ د استولو له امله د دغه هیواد خلکو او ساینس پوهانو ته مبارکي وویله.
جيو نيوز د پاکستان د فضايي ټيکنالوجۍ د انستيتوت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد سپوږمکۍ به پنځه ورځې وروسته د سپوږمۍ مدار ته ورسيږي او له دريو څخه تر شپږو مياشتو پورې به په مدار کې ګرځي.
دا سپوږمکۍ به د څیړنې لپاره د سپوږمۍ د بیلابیلو برخو څخه عکسونه واخلي.
د چین فضايي بیړۍ “چنګ-ای-۶” د سپوږمۍ له تیاره اړخ څخه د نمونو د راټولولو لپاره دغې سیارې ته واستول شوه.
چین لومړنی هیواد دی چې دا کار کوي.


