دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوه افغان فعال د بريټانیا د امپراتورۍ غړي مډال ګټلی دی

یوه افغان فعال د بريټانیا د امپراتورۍ غړي مډال ګټلی دی

د بريټانیا په «والسال» کې د يوې خيريه موسسې بنسټګر فهيم ځاځي د دغه هېواد شاهي يا د «بريټانیا د امپراتورۍ غړي» مډال ګټلی دی.

ښاغلي ځاځي ته د دغه مډال د ورکړې مراسم سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مه د بریټانیا په وینزر شاهي ماڼۍ کې ترسره شول.

د بريتانيا شاهي کورنۍ دغه جايزه په دغه هېواد کې مېشت افغان ټولنيز فعال ته د هغه د ټولنيزو خدمتونو په پار ورکړې ده.

ځاځي د دغې جايزې په ترلاسه کولو د خوښۍ په څرګندولو سره په خپله فيسبوک‌پاڼه کې ليکلي: ډېر خوښ یم او ویاړم چې د انګلستان پاچا له خوا زما د ټولنیز خدمت په پار د بریټانوي امپراتورۍ غړي (اېم‌بي‌اي) جایزه د بریټانیا شاهي وینزر ماڼۍ کې د شهزادګۍ آن څخه په یو لړ مراسمو کې تر لاسه کړه.»

د یادونې ده چې د برټانیا د امپراتورۍ د غړي جايزه (اېم‌بي‌اي) د دغه هېواد له معتبرو شاهي جايزو څخه ده چې هر کال د برټانیا د شاهي کورنۍ له خوا يو شمېر نوموتو کسانو ته ورکول کېږي.

سږکال د بریټانیا د شاهي کورنۍ لومړۍ جایزه یو افغان ټولنیز فعال فهیم ځاځي ته ورکړل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه