ويب ډيسک
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د خپلو ملي ګټو د ساتنې په موخه له اسلامي امارت سره تعامل کوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټېل په یوه خبري غونډه کې ویلي، له “طالبانو” سره د افغانانو د ملاتړ او د امریکا د ملي ګټو لپاره دغه ډول تعامل ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړې، تعامل ورته دا فرصت هم برابروي چې له سرپرست حکومت سره د هغو امریکايي وګړو د خوشې کېدو په اړه په مستقیمه توګه خبرې وکړي چې په افغانستان کې بندیان دي.
پټېل زیاته کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو اړوند مسایلو لپاره هم د تعامل له فرصته کار اخلي.


