چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقطر به افغانستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.

قطر به افغانستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو ګټو استازیتوب کوي.

ويب ډیسک

رویټرز راپور ورکړی چې متحده ایالاتو او قطر موافقه کړې چې په افغانستان کې د امریکا د ډیپلوماټیکو ګټو استازیتوب وکړي. دا کړنه د واشنګټن او کابل د احتمالي مستقیم تعامل مهمه نښه ده.

دوه هېوادونه به د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو د اسانتیا هوکړه لاسلیک کړي.
امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.

قطر د متحده ایالاتو نمایندګي او په افغانستان کې د هیواد د ګټو خوندي کول په داسې حال کې دي چې امریکا او نور غربي هیوادونه د طالبانو د حکومت سره د تعاملاتو څرنګوالي په اړه پلټنه کوي.

د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون ډېری هېوادونه نه غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني ځکه چې دغه ډله د ټول شموله قومي او سیاسي حکومت جوړولو ژمنو ته پام نه کوي .

د دوحې او واشنګټن قرارداد به د روان کال د ډسمبر له ۳۱ عملي شي چې له مخې به یې په کابل کې د قطر سفارت یو شمېر کارکوونکي د امریکا د ګټو برخه کې کار کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بد له دوي سره به نږدې اړیکه ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه