دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان ته د پیسو د استولو پر سیسټم د امریکا څار له...

افغانستان ته د پیسو د استولو پر سیسټم د امریکا څار له منځه ولاړ

ويب ډیسک

متحدایالتونو داسې یوه مقرره رسمي کړې ده چې له مخې یې افغانستان ته د پیسو لېږد او حوالې ته اجازه ورکول کېږي او هغه افراد او موسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي. 

 

د امریکا د خزانې وزارت پرون (د لیندۍ په ۱۹ مه) دا عمومي جواز صادر کړ. دا اقدام داسې مهال کېږي چې افغانستان د سخت بشري بحران او اقتصادي سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

 

د جواز له مخې افغانستان ته د پیسو حواله، که د طالبانو او حقاني شبکې هغه غړي چې نومونه یې د امریکا په تور لیست کې دي هم پکې دخیل وي او د حوالې د اجرا لپاره یې د نومونو لیکلو ته اړتیا وي جواز لري خو په دې شرط چې د حوالې هدف سوداګریز نه بلکې شخصي وي. په دې حوالو کې د افغانانو د مالي شرکتونو له خوا د پیسو انتقال هم شامل دی.

 

د امریکا د خزانې وزارت یوه ویاند پرون وویل، د افغانستان د روان اقتصادي مصیبت علت پر طالبانو د امریکا بندیزونه نه دي او دا جواز هم د دې حالت په حل کې کومه مرسته نه شي کولای.

 

د پیسو د لېږد نړیوالو شرکتونو ویسټرن یونین او مني ګرام د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې فعالیت بند کړی و، خو په سپټمبر میاشت کې یې دا کاروبار بیا پیل کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه