دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهداعش په کابل کې د ډېسېمبر د ۱۰مې چاودنو مسوولیت ومانه

داعش په کابل کې د ډېسېمبر د ۱۰مې چاودنو مسوولیت ومانه

ويب ډیسک

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په کابل کې د ډېسېمبر د ۱۰مې چاودنو مسوولیت ومانه.

په دې چاودنو کې چې د کابل ښار لویدیځ کې وشوې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند سعید خوستي په خبره دوه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

چاودنې په هغه سیمه کې شوي چې تر ډېره شیعه مذهبه افغانان په کې مېشت دي.

فرانس پرېس اژانس د داعش په حواله ویلي چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه ناوخته یې کابل کې درې چاودنې کړې دي.

دوی ویلي چې د شیعه مذهبو د سپرلۍ بسونه یې په نښه کړي چې لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه