سپنه ماڼۍ؛ روسيې که په یوکراین برید وکړ ، نو د امريکا له سخت غبرګون سره به مخ شي

0
135

ويب ډیسک

سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکايي ولسمشر جو بایډن خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي ته ویلي چې که روسیه یې پر هېواد نور بریدونه وکړي نو واشنګټن او متحدان به یې پرېکنده ځواب ورکړي.

 

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د جنورۍ پر دویمه د دواړو ولسمشرانو تر ټېلېفوني خبرو وروسته په بیان کې ویلي چې بایډن د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د امریکا ژمنه تکرار کړه.

 

هغې زیاته کړه چې دواړو مشرانو د ترینګلتیا ختمولو لپاره د ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړ.

 

د جنورۍ پر نهمه او ۱۰مه به په جینیوا کې د امریکا او روسیې ترمینځ د لوړې کچې غونډه وشي.

 

سپینه ماڼۍ د اوکراین پولې ته نېږدې د روسیو پوځیانو د ځای پر ځای کولو پر مسلې تمرکز زیات کړی. دا په تېرو درو اوونیو کې دویم ځل دی چې د امریکا او اوکراین ولسمشران ټېلېفوني خبرې کوي.

 

دا خبرې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د بایډن او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټېلېفوني خبرو په تعقیب کې شوې دي.

 

هغه مهال بایډن ویلي ول چې که روسیې پر اوکراین یرغل وکړ نو امریکا او ملګري به یې ورباندې سخت بندیزونه ولګوي.

 

مسکو وايي، پر اوکراین د یرغل نیت نه لري خو له امریکا او ناټو څخه یې په سیمه کې د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې.