یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍډاکتران د کرونا اوبا د ماشومانو د سترګو پر ديد د کميدو...

ډاکتران د کرونا اوبا د ماشومانو د سترګو پر ديد د کميدو خبرداری ورکوي.

ویب ډیسک

د آلمان د سترګو متخصصینو اتحادیې د کرونا په جریان کې د ماشومانو د تفریحي فعالیتونو کمیدو ته په اشارې سره له والدینو څخه وغوښتل چې له خپلو ماشومانو سره دې په آزاده هوا کې ډېر وخت تير کړي. زياته شوې چې که چېرې داسې ونه شي نو د ماشومانو د سترګو د ضعيفيدو ګواښ متوجې دی.

د آلمان د سترګو متخصصینو ټولنې (BVA) خبرداری ورکړی چې څومره چې ماشومان په کورونو کې ټابلیټونه او ګرځنده تلیفونونه ډېر کاروي، هومره یې د نزدې ديد د کميدو خطر زياتيږي.

د دې ټولنې وياند لودګر وولرينګ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: »موږ تر اوسه هیڅ معلومات نه لرو خو پخوانۍ څیړنې ښیي چې دا ډول اغیز ممکن دی.«

هغه والدینو ته سپارښتنه کړې دا چې د کرونا په وخت کې د ماشومانو تفریحي فعالیتونه د پخوا په پرتله کم شوې نو خپل ماشومان دي زیات له کوره بهر وباسي او له هغوی سره دې وخت تېر کړي.

د آلمان د سترګو متخصصینو ټولنه په ۱۹۵۰ کې جوړه شوې وه او د دوی د مسلکي نظریاتو استازیتوب کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه