ويب ډیسک
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو اقوامو په ګډون د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا د تهران او د افغانستان ټولو ګاونډیو غوښتنه ده چې په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ شي.
ښاغلي خطیب زاده زیاته کړه چې تهران د طالبانو په ګډون د افغانستان له ټولو سیاسي اړخونو سره په اړیکه کې دی او د دغه هېواد استازو کابل ته په وروستیو سفرونو کې د تهران غوښتنې له طالب استازو سره شریکې کړې دي.


