ويب ډیسک
د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي پکتیکا ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې، هر کمزوری د زورور پر وړاندې قوي او له زوره ډک دی، ځکه هېواد خپلواک شو او په هېواد کې شرعي نظام نافذ شو.
نوم وړی زیاته کړی، له یو پلوه هېواد او له بل پلوه بیا سیاسي خپلواکي تر لاسه شوې چې د دې دواړو ساتل اوس یو ځل بیا تکلیفونه غواړي او باوري یم چې د افغانستان اصیل او زړور بچیان به په سم ډول ساتنه ترې وکړای شي.
همدارنګه ښاغلي ستانکزي له هېواد څخه په تللیو افغانانو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته دې راشي او د دې هېواد د بډاینې او په ځان بسیاینې لپاره دې له دوی سره په ګډ کار وکړي.


