دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټپو يا غاړو د قدامت او راپورته شوي سوالونه

ټپو يا غاړو د قدامت او راپورته شوي سوالونه

لیک : میرحسن اتل

له تېرو څو ورځو د سوشل مېډيا په خصوص د فېس بک پر پاڼو د ټپو، غاړو (سنځرو) او یو شمېر نورو فولکوري اصنافو د لرغونتوب او قدامت په اړه تادوه بحثونه روان دي، ځکه چي ډاکټر حنيف خليل ساب او یو شمېر نورو ليکولاانو او محققينو د دې خيال څرګندونه کړې وه چي زموږ یو شمېر فولکوري اصناف مثلا ټپې، غاړي وغېره دومره اوږد عمر او قدامت نه لري لکه د زموږ پښتنو یا یو شمېر ختیځ پوهانو لخوا چي دعوې شوې دي، ځکه چي يو خو د دغو اصنافو ذکر د پښتو ژبې د لرغونو شاعرانو په دېوانو او نورو اثارو کې نه دی راغلی او بله خبره دا ده چي د دغو اصنافو ژبه او د موضوعاتو مجموعي موډ هم له لرغونو دورونو سره کوم تعلق نه لري، که رښتيا خبره شي نو دا يا ډول نور سوالونه د نه یوازي د هر چا په ذهنونو کې وخت په وخت پنځونې کوي.

بلکې کله کله خو سم دم تنګول هم شروع کړي، ځکه هغه ټولو لیکولانو او مورخینو ته پکار چي دې یا دې ورته سوالونو ته په سړه سينه او تحقيقي ځانګړتیاؤ پوښلي ځوابونه ووائي، چي د پښتو ژبې فولکوریکه اثاثه زرګونه کاله لرغونې ګڼي۔۔۔

البته دلته دوه درې داسې لنډه وضاحتونه کول غواړم چي امکان لري په دې برخه کې لږ يا ډېر سپيناوی وشي.

 

(۱). د پښتونخوا وطن (له امو تر اباسينه) د تېرو زرو کلونو تاريخ د دې خبرې ګواهي ورکوي چي دا خاوره په ياده دوره کې کابو زياتره وخت د جنګونو او وحشتونو شاهده پاته شوې ده، چي له امله ئې پښتانه هم مسلسل د درپدريو په منګولو راګېر او کله د خپل وطن يوه ګوټ ته او کله د خپل وطن بل ګوټ کډه شوي دي،

امکان لري چي يو لوی شمېر خلګ به نورو څنګلورو سيمو يا هېوادونو ته په خصوص هند ايران، ماوراء لنهر او نورو ته هم تښتېدلي وي، ښکاره خبره ده چي کله چي د يوه قام يا اولس سماجي، سياسي، کتلوري او معاشي ژوند په پېړيو پېړیو داسې ناارام سرنوشت او غېر یقيني سياسي او معاشي حالاتو په لاسونو کې راګېر پاته شي نو ګومان نه کوم چي د هغه قام د تاريخ او سماجي ژوند يو اړخ به هم د دې قابل او جوګه وګڼلی شي چي پر بنياد ئې د زرګونو کلونو د کره او مبالغو پاک تاريخ سپړنه وشي، هم دا وجه ده چي نن موږ د تاريخ په هره برخه او باب کې له يو ډول زړه نا زړه حالاتو او شکنو فکرونو سره مخاخ ښکارو.

خو زما اند د دې خبرې معنا به دا هم بلکل نه وي چي ګوندي پښتانه فقط دوو دريو پېړو خلګ او هم دومره تاريخ او سابقه لري، او که د پښتنو د سماجي ژوند تاریخ لرغونی او نورو شیانو سابقه یې کم عمره ده نو دې خبرې سره اتفاق نه شي کېدای..

(۲). دوهمه خبره دا ده چي چونکې اولسي ادب د يوه قام يا ټولنې د مشترکو کاوشونو په نتيجه کې منځ ته راځي، ځکه ئې هیڅوک هم نه د شخصي تخليق دعوی نه شي کولی او نه هغه د خپل د شخصي ملکيت په توګه په يوه خاص یا جامد حالت کې ساتلی شي.

هم دا وجه ده چي هر چا ته دا حق او اجازه وي چي هغه نه يوازي د خپل ضرورت او طبعيت مطابق هغه په کار راولي بلکې دا واک و اختيار هم لري چي د خپلې خوښې په رڼا کې د هغه په الفاظو، موضاتو او نورو اړخونو کې هم ادلون بدلون راولي، زما خيال دی چي د فولکوري اصنافو مجموعي موډ او وسعت هم د دې خبرې تقاضا کوي چي د هر نوي دور الفاظ، موضوعات یا ژبه خپله او خپلو پخوانيو الفاظو، ژبې او شيانو ته د خدای په اماني لاسونه پورته کړي.

البته خپل لرغوی هئيت او ساخت پر هر صورت په هغه څېر پر خپل ځای وساتي لکه په لومړۍ ورځ چي منځ ته راغلي وي، او که د زرګونو کلونو زوړ هئيت او ساخت د خپل ضرورت مطابق د نوي دور الفاظ او موضوعات خپل کړي نو کار ته بايد د شک په نظر نه وکتل شي.

مثلاً دلته به د يوې داسې غاړې بېلګه راواخلو چي غاړه بالکل د پخوا دور ده خو وروسته یې د نوري دور جامې هم اغوستې دي، او د مزې خبره دا ده چي اوس مهال دواړه څنګ په څنګ مزل کوي:

”دلته راسي زړونه يو سي

بيا پر سپين خېساره اوسي“

د نوی دور الفاظ یې دا دي:

”دلته راسي زړونه يو سي

بيا پر سپين (مسلم باغ) اوسي“

(خېسور) په اصل کې د ږوب د کاکړ خراسان يوې داسې يخې او وښلنې هوارې نوم دی چي دلته به هر کال له ليرو لیرو سيمو لکه غزني، ګردېز، ښرنې، قلات، ناوې، ګوملې، ږوب، کلاسېف الله نورو څخه په زرګونو پونده (کوچيان) راتلل، او بيا د مني په موسم کې به بېرته نورو سيمو ته کډه کېده، يقيني خبره چي دا غاړه په لومړی وار د هغه وخت د کوچياني ژوند په مناسب منځ ته راغلې ده، او دوهمه بڼه ئې بیا هغه وخت خپله کړې چي کله پنځوسته مخکې اواښاد بټو ساب هندوباغ مسلمان او نوی نوم یې مسلم باغ کښېښود………!.

چونکې دا یو اولسي صنف دی ځکه اولس ځان ته دا حق ورکړی دی چي کله ئې هم زړه وشو نو زاړه هئيت ته یې د نوو الفاظ، نومونه او نور شيانو جامې وروغواستې، زما خیال دی چي د دې معنا دا نه شوه چي دغه غاړه دي فقط پنځوست کاله عمر ولري، زما خیال چي زموږ د اولسي اصنافو الفاظ، موضوعات نومونه او نور شيان د وخت او ضروت مطابق بدل رابدلېږي، ځکه ئې موږ ته قدامت لنډ ښکاره شي۔۔۔۔۔!

(٣). په دې خبره کې هم هيڅ نشته د پښتو ژبې د تاريخ په خصوص پښتو فولکوريک ادب په اړه تر اوسه بلها ډېر ضخيم کتابونه ليکل شوي دي، د سندي تحقيق په برخه کې هم خورا ډېرې راټولنې او کابو د هر فولکوري صنف په اړه تحقيقي هڅې شوې دی، خو د دې باوجود سړي ته اندازه کېږي چي شوی کار بېخي نيمګړی او د معاصر دور د تقاضو مطابق نه دی، باور لرم که د تحقيق او تنقيد د معاصرو معيارونو او ټاکلو قواعدو مطابق د پښتو ژبې او فولکوري اصنافو په خصوص پښتو ټپې، غاړو (سنځرو)، اولسي داستانونو، متلونو او نورو منظمو او منثورو اصنافو په اړه له نوې سره شننه او تجزيه وشي نو په دې برخه کې به نه يوازي ډېر څه په لاس راشي بلکې دغو سوالونو ته د باور وړ ځوابونه هم ووئیل شي، موږ به وکولای شو چي د خپل ليرې تاريخ هغه ټول بابونه راسپړو چي دا وخت زموږ د اهليو او کوتاهيو تر ګرځونو لاندې د انتظار لارې څاري، او که هر کله دا کار وشو نو امکان لري چي د پښتو ژبې او فولکوري اصنافو قدامت او لرغونتوب تر دې هم ډېر لرغونی او زوړ ثابت شي، په اخر کې دا خبره يو وار بيا تقرارم چي د علمي سوالونه اوچتول مثبت او ګټور عمل دی، خو په څنګ کې دا هم ضروري ګڼم۔۔۔ چي ترڅو د عالمي معبار تحقیقنو نه وي شوي کومه حتمي رایه کړو قایمه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه