لیک : رفیع پښتون
اوله خبره دغه چې ما څومره هم زموږ د اديبانو مقالې اورېدلي دي هغه مقالې چې زموږ دغازيانو شهيدانو ذکر پکي وي، دغه اتلانو د مبارزې څرک په غاړو کښي ليدلي کيږي .
هغ اتلان ټول د يوې سيمي وي دغه ډېر سوالونو پورته کوي؟
که غاړي که د هغو د مبارزې په هکله وي يا ژوند يا پرديسی په هکله! هغه هم ډېري محدود وي د يو ډويژن او د يو علاقې تر حد وي.
لکه دغه اوس سيمنار کښي د مير احسن اتل صاب مکاله او د قزلباش صاب مکاله ، هر ځای چې ما د غاړو ذکر اوريدلي دی هغه هم ډېر محدود دی.
اوس که تاسو وګورئ د چمن ډ پشين اتلانو ذکر په غاړو کښي بيخي نسته.
چې څه علت يي کيدسي. ملا عبدالسلام عشيزئ غاړه نسته خان شهيد ذکر په غاړو کښي په نيشت برابر دی .
خبره مو دغه کوله جاويد امرخيل چې غاړي څنګه زمزمه کړي دی زما نه دی خيال چې ژوب ډويژن کښي به دومره لوئ معيار غاړو ته څوک ورکړي.
هر فولکلوري صنف د يو خاص جغرافيائ کښي تخليق شوي وي. کله کله دغه تر قبېلې او جغرافيايي محدود شي کله دغه د عالمګيريت شکل واخلي. دغه بيا د پښتنو يا د قوم ګډ ميراث شي لکه پښتو ټپه.
غاړو اوس له سیمیز بڼې څه وتلې دي، اوس زموږ د سیمې تر خلګو د نور خلګو زيات شوق ده ورسره او تر ډېره پوري د معيار خيال هم ساتل دي لکه جاويد امرخيل او کرن خان، مقصود او نور سندرغاړي.
دا ډېره ښه خبره ده د يو خاص مزکي وځي ټولو پښتنو رسي او دغه به پښتو ژبه نور هم درنه کړي نور متروک obsolete ټکی به هم ژوندي کړي ، خو ځني تنګ نظري خلګ دا محدود کوي او څوک چې دعوه کوي د صنف زموږ دي تر ټولو کار هم دغو ورکړي دي.
پخوا هم ډېرو سندرغاړو زمزمه کړي دی ، غاړي اوس د پښتنو ګډ ميراث دي دا زياته د يو ځانګړې قبېلي شي نه شي کيدي. په دې هکله دغه پلټنه هم پاته دي چې د غاړو تاريخ يا شاليد څومره زوړ دی.


