دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان کرکټ پخواني لوبډلمشر محمد حفیظ له نړیوال کرکټ څخه تقاعد...

د پاکستان کرکټ پخواني لوبډلمشر محمد حفیظ له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

ويب ډیسک

د پاکستان کرکټ پخواني لوبډلمشر محمد حفیظ له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ او زیاتوي، چې د پاکستان سوپر لیګ (PSL) او نورو کرکټ لیګونو کې به لوبې ته دوام ورکړي.

تمه ده چې لږ وروسته په یوه مطبوعاتي غونډه کې خپله پرېکړه رسما اعلان کړي.

حفیظ چې د پروفیسر په نوم هم یادیږي، په ۲۰۰۳ کال کې د خپل مسلکي کرکټ کیریر پیل کړ. هغه د خپل کیریر په جریان کې په 2018 کال کې د ټیسټ فارمټ څخه تقاعد کیدو مخکې په 55 ټیسټ لوبو کې 3652 منډې ترسره کړې.

۲۱۸ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې یې وکړې چې په هغو کې یې ټولټال ۶،۶۱۴ منډې یې جوړې کړې، ۱۱ سلیزې یې پکې شاملې دي،

هغه په نړیوال یو ورځنۍ لوبو کې ۳۲.۹۰ اوسط لرې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه