دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه کې طالبانو ته چوکۍ ولې نه ده ورکول شوې ..؟

ملګري ملتونه کې طالبانو ته چوکۍ ولې نه ده ورکول شوې ..؟

لیک : سید خالد سعادت

ملګرو ملتونو کې دطاليبانو چوکۍ تر جدي غور لاندې ده او پرون ورځ يې يو ځل بيا ټ اليبانو ته د غړيتوب چوکۍ ورنکړه.

د ملګرو ملتونو منشور ۴ مې مادې لمړۍ فقرې له مخې ملګرو ملتونو کې غړيتوب څلور شرايط لري. غړی بايد دولت وی، صلح غوښتونکی وی، د ملګروملتونو منشور تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د ملګروملتونو منشور او اصولو ته احترام ولري.

پورته شرايط د ملګرو ملتونو غړيتوب لپاره هر وخت صدق کوي. هغوي چې نوی غړيتوب اخلي او هغه هيوادونه چې حقوقي شخصيت يې بدلون مومي هم ورباندې د تطبيق وړ دي. افغانستان ملګرو ملتونو کې د ۱۹۴۶ نومبر پر ۱۹ مه نيټه غړيتوب تر لاسه کړی.

نويمه لسيزه کې د ط ا لبانو دورې تر پايه د افغانستان حقوقي شخصيت سوال لاندې وه نو پر همدې دليل يوه لسيزه افغانستان ملګرو ملتونو کې دايمي غړيتوب نه درلود.

اوسمهال افغانستان د ملګرو ملتونو له لوري يو بل چلينج سره مخامخ دی. ټ اليبان په ظاهري ډول د واک واګې د يوې ډلې په صفت لاس کې لري نو ځکه م م ټ اليبانو ته غړيتوب نه ورکوي.

مهمه خبره دا ده چې ط ا لبان تراوسه د يو دولت په توګه ياد عناصر نه دي پوره کړي. د نړيوالو حقوقو له منظره دولت لپاره قلمرو، نفوس، حکومت او سياسي عالي قدرت پوره کوونکي عناصر دي. ټ اليبان يوازې د قلمرو بحث کې برلاسي دي، نفوس کې د افغانستان خلک راځي چې تر اوسه خلکو ټ اليبانو ته مشروعيت ندی ورکړی نو ځکه ط البان د اوسني نفوس ادعا نشي کولای.

حکومت يو بل مهم اصل دی چې تر اوسه ط البانو ندی تکمیل کړی. حکومتونه له ولس مشروعيت اخلي. د مثال په ډول اوسني وزيران او حکومتي چارواکي چا او په کوم اساس ټاکلي او چاته جواب ورکونکي دي.

له شک پرته چې ټ اليبان ورته ځواب نلري. د سياسي قدرت عنصر د هيواد داخل او بيرون پورې تړلې مسله ده.

ط اليبان ځانونه سياسي حاکمان بولي نو له ملک نه بيرون يې د سياسي حاکميت ابزار او وسايل چيرې دي. نه يې سفارت شته، نه يې کوم هيواد په رسميت پيژني او نه کوم بل نماينده دولت د ټ اليبانو سياسي نماينده ګي کوي.

نو بنا ط البان د ملګرو ملتونو منشور پر اساس تر اوسه د دولت تعريف نلري.

بل مهم اصل د سوله ايز نيت درلودل دي. تر اوسه ټ اليبان د جنګي قدرت په توګه رابرسېره شوي او د‌جګړې يا د زور استعمال له طريقه په هيڅ صورت يوه جنګي ډله تر سياسي مشروع ځواک نشي رسولای. نو بنا اوسني وضعيت کې د ط اليبانو تحريک يو صلح اميزه دولت مفهوم نشي افاده کولای.

دوه شرايط بيا يو بل سره تړلي دي. ټاکنيز نظام، د خلکو ونډه، د بيان ازادي، يو دبل په چارو کې نه مداخله، د ميرمنو او سياسي احزابو سياسي مشارکت، بشري حقوقو تامين او نور ګڼ شمېر ارزښتونه دي چې د م م منشور ته احترام او تعهد تعريفوي، هغه څه چې ټ اليبان يې نه مني.

په اوسمهال کې ط البان د‌ پورته اصولو او شرايطو څخه ځان جيګ بولي ، يوازې د زور وسيله هر څه لپاره کافي بولي او خپل نظر د ټوپک په زور پر خلکو تحميل نو پدې اساس ملګرو ملتونو د ط البانو غړيتوب ځنډولی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه