دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکایان به ان شاء الله ډېر ژر افغانستان ته بېرته را وګرځي

امریکایان به ان شاء الله ډېر ژر افغانستان ته بېرته را وګرځي

لیک: رحمت اندړ

ستانکزی صیب وایې:
«په دې هیله یو چې امریکایان به ان شاء الله ډېر ژر افغانستان ته بېرته را وګرځي» او د دوی له را تللو سره به ټول اروپایې هېوادونه خپل سفارتونه په کابل کې پرانيزي

صایبه!
تر پرونه پورې خو تاسې ویل چې امریکایان د نړۍ په کچه ستر ظالمان او یرغلګر دي، په ټوله اسلامي نړۍ کې دوی اور بل کړی دی او دوی تر هر چا زیات ترهګر دي، بلکې تاسې دا خبره هم په ډېره شد او مد تبلیغ کړه چې بوش د افغانستان جګړې ته صلیبي جګړه ویلي … او له امریکایانو سره زموږ جګړه عقیدوي ده، هغوی زموږ د دین او ناموس دوښمنان دي…
او هلی مسلمانانو پر نر او ښځه جهاد فرض عین دی…

د جمهوریت د نظام هر لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامور مو له دې امله تکفیر کړی و چې د بهرنیو یرغلګرو مرستندوی دی، غلام، اجیر او مرتد دی او دا شل کاله مو ښه پریمانه د ثواب په نیت ووژل…

شل کاله وروسته مو صلیبي یرغلګر مات کړل، د دین، وطن او عقیدي دوښمنانان مو په ګونډو کړل، خو اوس بیا زارۍ ورته کوئ چې په رسمیت مو وپېژني اوستا د خبرو له اندازه مالومېږي چې بېرته راتګ ته یې داسې په تمه یاست لکه د اوړې په اوږدو ورځو کې چې روژتې د ماښام اذان ته په تمه یې.

وه د خدای بنده ګانو!!
دا شل کاله مو ځان او ټول ملت در په در کړ چې بهرني یرغلګر له هېواده وباسئ اوس چې هغوی وتلي بیا ورته په زاریو یاست چې بېرته را شئ.
دا چې تر پرونه پورې امریکایان ستاسې د وطن، عقیدي او دین دوښمنانان و، نن بیا کومه وحیه نازله شوه چې ستاسې دوستان شوو او بېرته راتګ ته یې شېبې شمارئ او ولس ته د امریکایانو په بېرته راتګ ډاډ ورکوئ.

که تاسې وایاست چې اوس راتګ یې ډیپلوماتیک دی او پخوا یې یرغل کړی و؛ نو لومړی خو یرغلګرو ته د یرغل پلمه هم تاسې په لاس ورکړی وه، بله دا چې یرغلګر ته بېرته زارۍ او سوال کول او په راتګ یې ولس ته ډاډ ورکول، کوم ایمان، کوم غیرت او کوم پښتنوالی دی او کومه ډيپلوماسي ده؟ ډيپلوماتيکې اړيکې خو پر ډيپلوماسۍ ولاړي وي په سوال او زارۍ نه وي ولاړي.

دلته اوس تر کاسه لاندې نیم کاسه ده، امریکایې پروژې چې له تاسې پرته د بل چا په لاس تطبیقیدي حرامي او ناروا وي او که ستاسې په لاس تطبقېږي حلالي او روا دي.

امریکایانو چې د القاعدي او نورو تروریستي ډلو په خلاف جګړه کوله، ظلم، تېری، وحشت او بربریت و، خو چې له تاسې سره یې په ګډه او خوښه کوي ستر جهاد د او نړیوالي اړیکې یې بولی، ځکه تاسې د دوحي په قرارداد کې دا خبره لاسلیک کړي ده چې هرڅوک د امریکایانو او د هغوی د متحدینو ګټې ګواښې، تاسې یې باید مخنیوی وکړئ، نه باید خپله د هغوی ګټې وګواښی او نه بل چا ته اجازه ورکړئ چې د هغوی ګټو ته ګواښ شي.

تاسې چې شل کاله وروسته له امریکایانو سره دغه غوښتنه منله، خو د خپل حکومت پر مهال به مو ورسره منلي وه، ولي مو شل کاله په دې ولس دغه جګړه تحمیل کړه؟

د امریکایانو غوښتنه خو د سپتمبر له پېښې وروسته همدغه وه چې د القاعده مشر موږ ته وسپارئ او نړیوالو ترهګرو ته په افغانستان کې ځای مه ورکوئ، ځکه دوی زموږ امنیت ته ګواښ دي، د خپل وخت پوهانو او علماوو درته وویل چې امریکایانو ته د راتګ زمینه مه برابروئ، د پاکستان مشهور دیني عالم شهید شیخ الحدیث محمد حسن جان المدني رحمه الله هم همدغه مشوره درکړه، خو تاسې ونه منله، ویل مو چې موږ ته زموږ دین اجازه نه راکوي چې مسلمان کافر ته وسپارو، بیا به مو په ډېر ویاړ ویل چې ملا عمر اخوند د یوه مسلمان لپاره خپله پاچاهې قربان کړه؛ نو نن مو ولي بېرته د خپل قدرت لپاره دین قربان کړ؟ ولي مو خپل پخواني ملګري ترهګر وبلل او پریکون مو ورسره اعلان کړ؟ پرون ولی د امریکا امنیت او ګټې ګواښل جهاد و او نن نه دی؟ پرون ولي له امریکای سره پر دوستي افغانان مرتد کیدل او نن نه کېږي؟

پرون ولي امریکا ته سوال او زارۍ ذلالت او غلامي وه او نن بیا ازادې، روابط او اړیکې ورته ویل کېږي؟ ولي، ولي، ولي؟… دلته تر سل زیاتې پوښتنې دي چې د ط ا ل بانو دیانت، فقاهت، کورنۍ او بهرنۍ (پالوسې) ننګوي.

ط بان به اوس ورو ورو د خپل قدرت د بقا لپاره په خپل دین او اصولو پښې ږدي او اوسني وضعیت ته به نوي دینی تفسیرونه پیدا کوي او خپل هر ښه او بد عمل به تر هغو په دین تبریه کوي چې ترڅو ولس د دین په ماهیت نه یې پوه شوی او د شعور کچه یې نه وي لوړه شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه