ويب ډيسک
د پکتيکا سیمهییزې سرچينې وايي چې پر افغانستان د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په دغه ولايت کې د پخواني پوځ د پنځو قوماندانانو په ګډون ۶۴ سرتېري وژل شوي دي.
سرچینو دوشنبه د وري پر ۱۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو ناپېژانده وسلهوال د دې پېښو اصلي عاملان ښودلي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د پخواني پوځ زیات شمېر سرتېري نادرکه شوي او يو شمېر يې په مرموز ډول وژل شوي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو له خوا څومره سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د بېلابېلو تورونو له کبله د هېواد زیات شمېر پخواني سرتېري نيولي، شکنجه کړي او په ځينو مواردو کې يې ان وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د دغې ډلې جنګیالیو په پکتیکا کې د پخواني دولت د پولیسو یو قومندان عبدالرحمن دلاور په ډزو وواژه.


