امارت اسلامي د پاکستاني طالبانو مشر ته په افغانستان کې د اوسېدو او وسلې ګرځولو ځانګړی جواز ورکړی

0
131

ويب ډيسک

یوې پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) مشر نورولي محسود او د هغه همکار مزاحم محسود ته په افغانستان کې د اوسېدو او وسلې ګرځولو «ځانکړی جواز» صادر کړی دی.

پي‌ټي‌وي دوشنبه د وږي پر ۱۲مه د خپلو شته اسنادو په حواله لیکلي چې طالبانو د ټي‌ټي‌پي دې دوو لوړپوړو قومندانانو ته یو عراده موټر هم ورکړی دی.

د راپور پر بنسټ، نورولي ته ۲۰۰۵ فیلډر ډوله موټر او همداراز په ۹۱۴۴۲ او ۹۶۲۸۰۴۹۰ نمبرونو سره د دوو کلاشینکوف وسلو د ګرځولو جواز هم ورکړل شوی دی.

د راپور پر بنسټ، مزاحم د روان کال په لومړیو کې له طالبانو څخه په افغانستان کې د اوسېدو ځانګړی جواز هم ترلاسه کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا جوازونه یوازې د افغانستان په پلازمېنه کابل، سوېلي او ختیځو سیمو کې د مفتي مزاحم لپاره د اعتبار وړ دي.

هغه هم د نورولي په څېر اجازه لري چې یو موټر او دوه کلاشینکوفونه ولري.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې هم پاکستان ادعا کړې وه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دغه هېواد د دولت مخالف قوماندانان او وسله‌والې ډلې حضور لري.

طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.

تېره اوونۍ د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصيح‌الدين فطرت ويلي و، هېڅوک نه شي کولای چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو حضور ثابت کړي.