د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ د کبل سیمې د پولیسو د مرکز اصلي دروازې ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې اووه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د مالاکنډ د پولیسو مرستیال مشر (ډيآیجي) ویلي، برید هغه مهال وشو چې د کبل چوک په سیمه کې یو شمېر ځوانانو احتجاج کاوه. د چارواکو په وینا، ځانمرګي بریدګر غوښتل د پولیسو مرکز ته ننوځي، خو پر دنده ولاړو پولیسو د دروازې په خوله کې ودرولو، چې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه.
د کبل مرستیال ولسوال د وروستیو شمېرو له مخې ویلي، په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د سوات د پولیسو مشر هم ویلي، د پېښې له ځایه د انسان د سر یوه برخه موندل شوې، او شک څرګند شوی چې ښايي د ځانمرګي بریدګر وي، خو تر اوسه یې رسمي پېژندنه نه ده شوې.
له برید وروسته پولیسو، امنیتي ځواکونو او ژغورنې ډلو سیمه کلابنده کړې، د پلټنو او مرستندویه چارو بهیر یې پیل کړی او ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


