سوات کې د کبل پولیس‌سټېشن مخې ته د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۱۵ ته ورسېد

0
82

د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې د پولیس‌سټېشن مخې ته د شوي ځانمرګي برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی. د سوات پولیسو ویلي، په برید کې پنځه پولیس سرتېري او لس ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سوات د پولیسو ویاند د دوشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د وژل شویو پولیسو د جنازې لمونځ د پولیسو د روزنې په ښوونځي کې د دولتي مراسمو په ترڅ کې ترسره شو.

د خبرپاڼې له مخې، په وژل شویو پولیسو کې مرستیال فرعي مفتش (اې اېس آی) هاشم خان، کانسټېبل خالد خان، عثمان غني، امین الله او وطن خان شامل دي.

د جنازې په مراسمو کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) اضافي عمومي مفتش جواد قمر، د ملاکنډ کمېشنر مسعود احمد، د ملاکنډ د سیمې د پولیسو مشر سید فدا حسن شاه او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

پولیسو ویلي، د وژل شویو سرتېرو جنازې خپلو اصلي سیمو ته له لېږدولو مخکې د پولیسو ځانګړې قطعې ورته رسمي درناوی وړاندې کړ.

دغه برید د یکشنبې په ورځ هغه مهال وشو چې یو ځانمرګی بریدګر غوښتل د کبل پولیس‌سټېشن ته ننوځي. د ملاکنډ د پولیسو چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، پر دنده ولاړو پولیسو بریدګر ودراوه، چې وروسته یې د پولیس‌سټېشن د دروازې مخې ته ځان ته چاودنه ورکړه.

د سوات د پولیسو مشر ویلي، د پېښې له وروسته د احتمالي همکارانو د موندلو او نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د برید غندنه کړې او ویلي یې دي، پولیسو د خپل ژوند په بیه ځانمرګی بریدګر د پولیس‌سټېشن دننه له ننوتو راګرځولی دی.

د راپورونو له مخې، د چاودنې پر مهال د سیمې اوسېدونکو د امنیتي وضعیت پر ضد احتجاج هم روان و، او له پېښې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې پکې ټپیان لیدل کېږي.