د نړۍ د ژبو شمېر مخ په کمېدو دی؛ د پښتو ځینې سیمه‌ییزې لهجې هم له ننګونو سره مخ دي

0
98

یوه تازه نړیواله علمي څېړنه ښيي چې د نړۍ ژبنی تنوع د پام وړ کمېږي او زرګونه ژبې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. د څېړنې له مخې، د انسانانو د تاریخ په لرغونو پړاوونو کې ښايي په نړۍ کې د ۳۰ زرو او ۷۵ زرو ترمنځ بېلابېلې ژبې ویل کېدې، خو اوس د ژبو شمېر شاوخوا اووه نیم زرو ته راکم شوی او نږدې نیمایي یې د ورکېدو له خطر سره مخ بلل کېږي.

دغه څېړنه د جولای په ۳۱مه د یوې نړیوالې علمي مجلې په وروستۍ ګڼه کې خپره شوې ده. څېړونکو په خپلې ارزونې کې د ژبپوهنې، وګړپوهنې او ریاضيکي ماډلونو له معلوماتو څخه ګټه اخیستې او دې پایلې ته رسېدلي چې د لویو واکمنیو پراختیا، استعماري دورې، ښاري کېدل، کډوالي او د پیاوړو ژبو زیات نفوذ د کوچنیو ژبو د کمېدو او ورکېدو له مهمو لاملونو څخه دي.

د ییل پوهنتون د ژبپوهنې پروفیسوره کلېر باورن، چې د دې څېړنې له مخکښو څېرو څخه ده، وایي ژبه یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د یوه ولس تاریخي حافظه، دودونه، کیسې، ولسي سندرې، تجربې او د نړۍ د لید ځانګړې بڼه هم پکې خوندي وي. د هغې په وینا، د هرې ژبې له ورکېدو سره د بشري فرهنګي میراث یوه ارزښتناکه برخه هم له منځه ځي.

سره له دې چې په څېړنه کې د پښتو ژبې د ورکېدو کومه اندېښنه نه ده څرګنده شوې، ځکه پښتو د میلیونونو خلکو مورنۍ ژبه ده، خو ژبپوهان باور لري چې د دې ژبې ګڼې سیمه‌ییزې لهجې، ولسي اصطلاحات، متلونه او شفاهي ادبيات له جدي ننګونو سره مخ دي. د دوی په اند، هغه لهجې چې په لرې پرتو سیمو، غرنیو کلیو او سرحدي ټولنو کې ویل کېږي، د کډوالۍ، ښاري ژوند، ټولنیزو رسنیو او د معیاري ژبې د پراخ استعمال له امله ورو ورو خپل ځانګړی هویت له لاسه ورکوي.

د پښتو په بېلابېلو سیمو، لکه یوسفزو، مومندو، وزیرستان، بنو، خټکو، اورکزیو، اپریدیو، شینوارو، سوات، چترال، کونړ، ننګرهار، کندهار او نورو ځایونو کې ځانګړې لهجې کارېږي چې خپل ځانګړي لغتونه، متلونه او ولسي تعبیرونه لري. ژبپوهان وایي که دا ژبنی شتمني راټوله، ثبت او خوندي نه شي، راتلونکي نسلونه به د خپلې ژبې له یوې مهمې فرهنګي پانګې بې‌برخې شي.

کارپوهان ټینګار کوي چې د یوې ژبې دوام یوازې د ویونکو په شمېر پورې نه تړل کېږي، بلکې په ښوونځیو کې یې تدریس، په رسنیو کې یې کارول، د کتابونو او قاموسونو خپرېدل، ډیجیټلي منځپانګه، غږیز او انځوریز ارشیفونه او د نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا په وسایلو کې یې حضور، د هغې د راتلونکي لپاره مهم رول لري.

د څېړنې له پایلو سره سم، که د پښتو سیمه‌ییزې لهجې، ولسي سندرې، متلونه، شفاهي کیسې او دودیز لغتونه همدا اوس راټول، ثبت او ډیجیټلي نه شي، نو امکان شته چې په راتلونکو لسیزو کې یې ګڼې ځانګړتیاوې د تل لپاره له منځه ولاړې شي. د کارپوهانو په باور، د ژبې ساتنه یوازې د ژبپوهانو دنده نه ده، بلکې کورنۍ، ښوونځي، رسنۍ، لیکوالان، فرهنګي بنسټونه او د ټکنالوژۍ برخه هم په دې برخه کې ګډ مسئولیت لري.