د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدو اندېښنې زیاتې شوې

0
95

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل چټک شوي او د نويو پېښو زیاتېدو د ناروغۍ د مهارولو پر هڅو لا ډېر فشار راوستی دی.

د یاد سازمان په وینا، په ځینو اغېزمنو سیمو کې د ناامنۍ، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسي او د ناروغانو د ژر پېژندنې ستونزو له امله د ناروغۍ د کنټرول بهیر له ننګونو سره مخ دی.

روغتیايي چارواکي وايي، د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ناروغانو موندنه، د هغوی درملنه، د تماس لرونکو کسانو څارنه او عامه پوهاوی روان دی، خو د پېښو زیاتوالی د روغتیايي ډلو پر وړتیاوو اضافي فشار واردوي.

د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې ناروغۍ د مهارولو لپاره خپلې مرستې او ملاتړ نور هم پیاوړی کړي، څو د ایبولا د لا پراخېدو مخه ونیول شي.