ويب ډيسک
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ټینګار کړی چې پاکستان به په افغانستان کې د تحریک ط…ال.ب.ان پاکستان پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
اصف له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: “دا سمه ده چې موږ په افغانستان کې عملیات ترسره کړي او موږ به هم ورته دوام ورکړو. موږ دوی (TTP) ته کیک او خواږه نه وړاندې کوو، «که پر موږ برید وشي، موږ به برید وکړو.»
خواجه اصف ویلي، چې پاکستان به داع…ش ته د عملیاتو په اړه معلومات ورنکړي.
هغه وویل: “دا کار کول به د حیرانتیا عنصر لرې کړي.«ولې باید دوی ته ووایو چې چمتو اوسئ، موږ راځو؟»
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و چې د پاکستان د پوځ د نويو عملیاتو په چوکاټ کې به د “عزم استحکام” تر نامه لاندې د پاکستان له خاورې بهر د تحریک طال…ب.ا.ن پاکستان پر پناهځایونو بریدونه وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې که هر څوک په هر ډول پلمې د افغانستان له خاورې سرغړونه وکړي، د عواقبو مسوول به وي.


