شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پنجاب کې د مې میاشتې پر مهال تر ۴۳ زرو ډېرې...

په پنجاب کې د مې میاشتې پر مهال تر ۴۳ زرو ډېرې ټرافیکي پېښې؛ ۴۳۴ کسان مړه شوي

د پاکستان د پنجاب ولايت د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، چې د مې میاشتې په ترڅ کې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې ۴۳ زره او ۱۶۰ ټرافیکي پېښې ثبت شوې، چې له امله یې ۲۳ زره او ۱۳ تنه سخت ټپیان شوي او ۴۳۴ کسان مړه شوي دي.

د پنجاب د بېړنیو خدمتونو ادارې «ریسکیو ۱۱۲۲» رسمي راپور او پاکستاني رسنیو خپاره کړي معلوماتو له مخې د پاکستان د پنجاب ولايت د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، چې د مې میاشتې په ترڅ کې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې ۴۳ زره او ۱۶۰ ټرافیکي پېښې ثبت شوې، چې له امله یې ۲۳ زره او ۱۳ تنه سخت ټپیان شوي او ۴۳۴ کسان مړه شوي دي.

د ادارې سرپرست ډاکټر رضوان نصیر د دوشنبې په ورځ د ټولو ضلعو د کړنو د ارزونې غونډې ته د وینا پر مهال د ټرافیکي پېښو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي وویل، ریسکیو ۱۱۲۲ د مې میاشتې په موده کې د ۲۳۵ زره او ۵۲۲ بېړنیو پېښو پر مهال ۲۳۶ زره او ۵۹۳ کسان ژغورلي دي.

غونډې ته ویل شوي، چې د بېړنیو پېښو تر ټولو لوی شمېر د سړکونو د ټکرونو و، چې ۵۸ زره او ۲۳۳ پېښې پکې شاملې وې. له دې وروسته د زړه ناروغیو ۴۴ زره او ۲۴ قضیې ثبت شوې.

د راپور له مخې، د هاضمې ناروغیو ۳۸ زره او ۹۷۷، د تنفسي ناروغیو ۱۹ زره او ۵۸۵، عصبي ناروغیو ۱۸ زره او ۷۱، تبې ۱۱ زره او ۸۶۷، اورلګېدنې او ژغورنې ۹ زره او ۸۵۵، د ادرار ناروغیو ۷ زره او ۴۶۴، د ښځینه ناروغیو او ولادت ۶ زره او ۴۷، د شکر ناروغۍ ۵ زره او ۵۴۹، جنايي پېښو ۵ زره او ۲۵۴، رواني ستونزو ۵ زره او ۲۴۷، د ملا او بندونو دردونو ۴ زره او ۲۵۳ او حساسیتونو ۴۵۳ بېړنۍ پېښې هم ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي، چې یوازې په لاهور کې ۷ زره او ۷۶۶ ټرافیکي پېښې شوې، چې پکې ۸ زره او ۶۴۲ موټرسايکلونه ښکېل وو. په فیصل اباد کې ۲ زره او ۸۳۸ پېښې د ۳ زره او ۹۶ موټرسايکلونو، په ملتان کې ۲ زره او ۷۹۳ پېښې د ۳ زره او ۱۹۹ موټرسايکلونو، په ګوجرانواله کې ۲ زره او ۳۱۲ پېښې د ۲ زره او ۴۷۰ موټرسايکلونو او په شیخوپوره کې ۱ زره او ۵۷۸ پېښې د ۱ زره او ۵۷۶ موټرسايکلونو له ښکېلتیا سره ثبت شوې دي.

بل لور ته، د مري ښار تر ټولو لږې، یعنې ۱۵۸ ټرافیکي پېښې لرلې.

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، چې د اورلګېدنې تر ټولو ډېرې پېښې هم په لویو ښارونو کې شوې دي. په لاهور کې ۷۶۰، فیصل اباد کې ۲۳۶، ګوجرانواله کې ۱۶۷، شیخوپوره کې ۱۶۶، ملتان کې ۱۶۳ او سیالکوټ کې ۱۵۰ د اورلګېدنې پېښې ثبت شوې دي.

ډاکټر رضوان نصیر له خلکو وغوښتل، چې د روانې سختې ګرمۍ پر مهال له نېغ لمره ځانونه وساتي او د اړتیا پر وخت د احتیاطي تدابیرو مراعت وکړي. هغه خلکو ته سپارښتنه وکړه، چې د اوبو د تفریحي ځایونو پر مهال هم د خوندیتوب اصول په پام کې ونیسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه