شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد شانګلې په رحيم اباد کې د کور چت لوېدو پېښه؛ شپږ...

د شانګلې په رحيم اباد کې د کور چت لوېدو پېښه؛ شپږ ماشومان مړه او يوه نجلۍ ټپي شوه

د شانګلې ولسوالۍ د کوزې الپوري رحيم اباد سيمه کې د يوه کور د خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومان مړه او يوه نجلۍ ټپي شوې ده.

د شانګلې ولسوالۍ د کوزې الپوري رحيم اباد سيمه کې د يوه کور د خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومان مړه او يوه نجلۍ ټپي شوې ده.

د چارواکو په وينا، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم ژغورونکو ډلو بېړنۍ مرستندويه چارې پيل کړې او ټول ماشومان يې له ملبې راويستل، خو په دې خواشينوونکې پېښه کې شپږ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د روغتون سرچينو ويلي، ټپي شوې نجلۍ ته لومړنۍ درملنه ورکړل شوې او وروسته روغتون ته لېږدول شوې ده.

د ژغورنې ادارې ويلي، د شانګلې د ريسکيو ۱۱۲۲ ولسوالۍ بيړني افسر انجنير ملک شېر دل خان تر څارنې لاندې د ژغورنې عمليات بشپړ شول. د ژغورنې ډلې د ټولو شته وسايلو په کارولو سره تر ملبې لاندې بند پاتې ماشومان راويستل.

پوليسو ويلي، د چت لوېدو پېښه د شپې په دوو بجو او پنځلسو دقيقو رامنځته شوې ده.

د پوليسو په وينا، د کور خاوند فضل داد نومېږي. په مړو شويو ماشومانو کې ناظره بي بي (۱۴-۱۵ کلنه)، سميره بي بي (۱۳-۱۴ کلنه)، رضوان (۴-۵ کلن)، ناياب (۷-۸ کلن)، حيا نور (۴-۵ کلنه) او عميره (۱۲-۱۳ کلنه) شامل دي.

همدارنګه د ټپي شوې نجلۍ پېژندنه د مروه په نوم شوې، چې عمر يې ۱۱ کاله ښودل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه