چهارشنبه, جون 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍشهباز شريف: ایران او امریکا دواړو لورو د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو...

شهباز شريف: ایران او امریکا دواړو لورو د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو د دوام ژمنتیا څرګنده کړې ده

د پاکستان حکومت ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د لوړې کچې کمېټې لومړنۍ غونډه، چې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک په چوکاټ کې د سویس په بورګن‌شټوک ښار کې جوړه شوې وه، په بریالیتوب پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په وینا، په دغو خبرو کې ګډونوالو د یوې وروستۍ هوکړې لپاره د ۶۰ ورځني مهالوېش پر جوړولو، د سیاسي څارنې لپاره د لوړې کچې کمېټې پر رامنځته کولو او د تخنیکي خبرو د دوام پر پیل هوکړه کړې ده.

هغه ویلي، خبرې په مثبت او رغنده چاپېریال کې ترسره شوې او دواړو لورو د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو د دوام ژمنتیا څرګنده کړې ده.

شهباز شریف د قطر او سویس له حکومتونو مننه کړې او ویلي یې دي چې دغو هېوادونو د خبرو د ترسره کېدو لپاره مهم رول لوبولی دی.

نوموړي همداراز د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر، د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هڅې ستایلې دي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې هېواد به یې د سیمه‌ییز او نړیوال سولېز حل لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه