پنجشنبه, جون 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقلعه عبدالله: د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي...

قلعه عبدالله: د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او يو ټپي دی

د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ اړوند د توبې اڅکزي په سيمه کې د ځمکې پر سر د تره زامنو ترمنځ خونړۍ شخړه شوې، چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ اړوند د توبې اڅکزي په سيمه کې د ځمکې پر سر د تره زامنو ترمنځ خونړۍ شخړه شوې، چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

سرچينې وايي، د ملکيت پر سر راپورته شوې لانجه په وسلواله نښته بدله شوه، چې ورسره سيمه د سخت تاوتريخوالي شاهده وه. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ژغورنې ډلې او امنيتي ځواکونه سمدستي سيمې ته ورسېدل.

د وژل شويو مړي او ټپي کس د درملنې او نورو قانوني چارو لپاره د ميزۍ اډې ټراما سنټر ته لېږدول شوي دي.

ځايي ادارې او لېويز ځواکونو په سيمه کې امنيتي تدابير سخت کړي، څو د دواړو کورنيو ترمنځ د نور تاوتريخوالي مخه ونيول شي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په بلوچستان کې د ځمکو او قبایلي شخړو پېښې زياتې شوې دي، چې له امله يې ګڼو کورنيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه