په پاکستان کې د مخابراتي ستنو، ډیزلي تېلو او تخنیکي وسایلو د غلاوو او ورانکارۍ پېښو د مخابراتي شبکو فعالیت سخت اغېزمن کړی دی. د پاکستان د مخابراتو ادارې «پي ټي اې» د سېنېټ یوې فرعي کمېټې ته ویلي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د غلا او تخریب له ۹۲۰۰ څخه ډېرې پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې د هېواد شاوخوا ۱۶ سلنه ګرځنده مخابراتي زېربنا زیانمنه شوې ده.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، غله تر ډېره د مخابراتي ستنو ډیزلي تېل، بېټرۍ او نور قیمتي تجهیزات غلا کوي. په هېواد کې اوږدمهاله برېښنا پرېکونونو مخابراتي شبکې اړې کړې چې پر ډیزلي جنراتورونو تکیه وکړي، او همدې چارې د ډیزلو زېرمتونونه د غلو لپاره اسانه هدف ګرځولي دي.
د «پي ټي اې» د شمېرو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په سند صوبه کې ثبت شوې دي، چې شمېر یې ۳۹۳۸ ته رسېږي. ورپسې پنجاب کې ۲۸۲۷، خیبر پښتونخوا کې ۱۶۶۸ او بلوچستان کې ۷۱۶ پېښې راپور شوې دي.
د سېنېټ غړي کامران مرتضی د بلوچستان وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي چې په ډېرو سیمو کې د مخابراتي تجهیزاتو غلا په پراخه کچه روانه ده. هغه ادعا کړې چې ځینې امنیتي ساتونکي هم له غلو سره لاس لري او د بلوچستان ډېری ولسوالۍ د ناامنۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
په غونډه کې دا هم وویل شول چې د مخابراتي ستنو د امنیت لپاره د څار کمرې لګول لازمي نه دي، له همدې امله ګڼ شمېر ستنې له مناسب امنیتي سیستم پرته فعالیت کوي. سناتورې سعدیه عباسي غوښتنه کړې چې د غلاوو پر ضد دې سخت قانوني اقدامات وشي او د پېښو د ثبت بهیر دې لازمي وګرځول شي.
د کمېټې په غونډه کې د لمریزې برېښنا د کارولو وړاندیز هم مطرح شو، خو چارواکو خبرداری ورکړ چې لمریز پلېټونه هم د غلا له خطره خوندي نه دي. چارواکو زیاته کړې چې د پنځم نسل مخابراتي ټکنالوژۍ راتګ به د انرژۍ اړتیا نوره هم لوړه کړي.
بلخوا «یونیورسل سروس فنډ» ویلي چې په لرې پرتو سیمو کې یې له ۴۰۰۰ ډېر مخابراتي مرکزونه جوړ کړي، خو یوازې د دوی پر تاسیساتو د غلا تر ۳۰۰ ډېرې پېښې شوې دي. د فنډ چارواکو ویلي چې د ناامنۍ او دوامدارو غلاوو له امله مخابراتي شرکتونه په خطرناکو سیمو کې د شبکو پراخولو ته زړه نه ښه کوي.
د سېنېټ غړو خبرداری ورکړی چې د مخابراتي شبکو خرابوالی د زدهکوونکو، سوداګرۍ او ورځني ژوند پر چارو مستقیم اغېز کوي. د هغوی په وینا، په هغو سیمو کې چې شبکې پرې کېږي، زدهکوونکي له انلاین زدهکړو بېبرخې کېږي او خلک اړ کېږي چې د اساسي اسانتیاوو لپاره لویو ښارونو ته کډه وکړي.
«پي ټي اې» ویلي چې د شبکو د بندېدو لپاره یې نوې محدودې کچې ټاکلې دي، خو د سېنېټ غړو پوښتنه کړې چې ایا دغه اصول په عملي ډول هم پلي کېږي او که نه.


