یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپه ایران کې شرابو پنځه کسان مړه کړي

په ایران کې شرابو پنځه کسان مړه کړي

ويب ډیسک

د ایران د هرمزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په بندرعباس ښار کې پنځه تنه الکولو [شرابو] مسموم کړي او مړه شوي دي.

یوه روغتیايي چارواکې فاطمه نوروزیان وايي، “په تېرو دوو ورځو کې تر اوسه ۴۸ تنه-چې الکولو مسموم کړي وو- د دغه ولایت بېلا بېلو روغتونونو ته ورغلي دي.”

اغلې نوروزیان همدا راز وویل، په مړو شویو کې څلور یې سړي او یوه پکې ښځه ده چې عمرونه یې له ۲۲ تر ۵۱ کلونو دي. د هرمزګان د روغتیايي علومو برخې ویلي چې، “همدا راز ۱۱ ناروغان له ناوړه حالت سره مخ دي او له ډلې یې د درو د سترګو نظر خراب شوی دی.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه